Add new comment

عواید مستوفیت ولایت بلخ ٩ فیصد کاهش یافته است

مزارشريف (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٣): د بلخ مستوفيت چارواکي په خپل کلني راپور کې وايي چې د ټاکنيزو ناندريو د منفي اغېزو له امله يې عوايد د تېر کال په پرتله ٩ سلنه کم شوي دي.
د بلخ مستوفيت د عوايدو امر شمس الرحمن حبيب وايي چې په روان ١٣٩٣ کال کې د بلخ د مستوفيت او ګمرک ټول عوايد څه باندې ۷ ميليارده او ۱۲۹ميليونه افغانۍ شوي دي.
حبيب وايي چې دغه عوايد د پلان شوو عوايدو په پرتله ٢٩ سلنه کم دي.
د مستوفيت د عوايدو امر د اقتصاد رياست له مشر سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د عوايدو د کمښت لامل په روان کال کې ټاکنيزې ناندرۍ وې.
همداراز د بلخ د اقتصاد رياست مسوولينو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال په دغه ولايت کې د ۸۱ بېلابېلو پراختيايي پروژو د پلې کېدو خبره وکړه.
د اقتصاد رييس عبدالرحمن وويل چې په دغو پروژو کې ۱۰۲ پروژې د ښوونې او روزنې، ۳۴ د زېربناوو، ۲۰ د کرنې، ۱۱ د حکومتوالۍ، ۸ د روغتيا او يوه پروژه د خصوصي سکتور په برخو کې پلې شوې دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې د دولتي ادارو د راپور ورکولو په روانه لړۍ کې نن د اقتصاد او مستوفيت رياستونو تر څنګ د افغانستان بانک، سوداګرۍ او صنايع او مرکزي احصايې رياستونو هم کلني راپورونه وړاندې کړل.
تېره ورځ چې د يادې لړۍ پيل په کې وشو، د بلخ ولايت مقام، څارنوالي، عدليه، حج او اوقاف او مزارشريف ښاروالي مسوولينو کلني راپورونه وړاندې کړل.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.