Add new comment

2 bombers, policeman killed in Kandahar incidents

کندهار ( پژواک، ١٨ سلواغه ٩٣ ) : د کندهار ښار په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او د يوه پوليس د وژل کېدو تر څنګ درې نور پوليس ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار اړوند د نهمې امنيتي حوزې د برېښنا کوټ پول په سيمه کې شوې ده.
د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل د برېښناکوټ  پول امنيتي پوستې ته ننوځي، چې د پوليسو له لوري پېژندل شوى او د دواړو لوريو تر منځ لنډه جګړه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ځانمرګى بريد کوونکى پرته له دې چې واسکټ يې وچوي، د پوليسو پر ډزو وژل شوى، خو د هغه تر څنګ يو پوليس هم وژل شوى دى.
دى وايي، په دې پېښه کې له وژل شوي ځانمرګي څخه يو ميل کلاشينکوف او ٤ شاجورونه تر لاسه شوي دي.
دراني دغه راز وويل چې دويمه پېښه له دې سره هم مهاله د کندهار ښار د ٤مې امنيتي حوزې اړوند د قاضي غلام دانې (د لرګيو ګنج) په سيمه کې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، ځانمرګي بريد کوونکى مخکې له دې چې بريد تر سره کړي د څلورمې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا پېژندل شوى او هغه ته يې د درېدو ويلي، خو هغه  نه دى درېدلى او وروسته د پوليسو له خوا ورباندې ډزې شوې دي.
هغه زياته، پر همدې مهال ځانمرګي بريد کوونکي چاودنه کړې، چې په پايله کې يې درې تنه پوليس ټپيان شوي دي.
دى وايي په يادو شويو دواړو پېښو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د کندهار ښار د قاضي غلام سيمې اوسېدونکي عبدالواسع پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د چاودنې غږ خلک ووېرول، چې وروسته د څو دقيقو لپاره ډزې هم روانې وې.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړى د پوليسو او ځانمرګي تر منځ ډزې شوې او د ډزو پر مهال ځانمرګى لګېدلى او چاودنه يې کړې ده.
نوموړي د پوليسو له تلفاتو معلومات نه درلودل، خو ويې ويل چې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادو شوو دواړو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
په کندهار ښار کې د تېرې شپې بريدونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د کورنيو چارو نوى ټاکل شوى وزير نورالحق علومي کندهار ته راغلى و او دغلته يې له قومي مشرانو او امنيتي چارواکو سره وليدل.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.