Add new comment

Police chief rules out Islamic State presence in Ghazni

غزني ښار (پژواک ۱۶ سلواغه ۹۳): د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د خپلې ليدنې پرمهال په اندړو کې له خبريالانو سره په خبرو کې په دې ولايت کې د داعش جنګياليو شتون رد کړ.
امنيه قوماندان تېره ورځ له اندړ او يو شمېر نورو ولسواليو څخه ليدنه وکړه او د امنيتي ځواکونو لخوا د مخالفينو پروړاندې روان عمليات يې له نږدې وڅارل.
د کيهان په نامه دا عملیات د تېري شنبي په ورځ دغزني په مقر، ګیلان، خوګیاڼي، دهیک، اندړو ولسوالیو کې پيل شوي چې د ملي اردو ځواکونه يې مخته وړي او په يو شمېر سيمو کې يې پوليس هم ملتيا کوي. چارواکي وايي چې تراوسه پکې نږدي ۳۰ وسله وال وژل شوی یو شمیر ټپیان شوی او زیاته اندازه وسلي او مهمات ماینونه ددوی لاسته ورغلي دي.              
مل پاسوال زاهد وويل چې په روانو عملياتو يو شمېر نيول شوي کسان عربان، پاکستانيان او نور بهرني وسله وال دي.
نوموړي زياته کړه چې روان کال به د مخالفينو لپاره تر ټولو خونړى کال وي او امنيتي ځواکونه به پر هېڅ وسله وال رحم ونه کړي "که هغه سپين بيرغ پورته کړي يا تور بيرغ."
امنيه قوماندان او د غزني د پاڅونوالو مشرانو، داعش او طالب وسله وال د "پرديو مزدوران" وبلل او ويې ويل چې د دواړو پر وړاندې به جګړه او د خپلو خلکو دفاع کوي.
مل پاسوال  زړور زياته کړه: "داعش دې افغانستان ته د سوريې او عراق په سترګه نه ګوري، سخته ماتې به وخوري، لکه څنګه چې نورو خوړلې ده، خو تر اوسه دلته داعش نه دی ليدل شوی." نوموړي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له امنيتي پوستو هم ليدنه وکړه.
د اندړو ولسوالۍ د ناني سيمې اوسېدونکی روح الله وايي، طالبان په سيمه کې ازاد تګ راتګ کوي، خو تر اوسه د داعش اړوند وسله وال دلته نه دي ليدل شوي.
روح الله وويل: "طالبان راځي زموږ کلي ته، په کورونو کې ډوډۍ خوري، کله کله پر پوستو جنګ کوي، بېرته ځي."
د اندړو ولسوالۍ د زرين سيمې د پاڅونوالو يو سيمه ييز قوماندان پاچا وايي چې دوى به د طالبانو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او که کومه بله ډله هم راپيدا شي، نو دوى به يې پر ضد ولاړ وي.
قوماندان پاچا زياته کړه: "که داعش وي که طالب، د دې خاورې دښمنان دي او تر وروستۍ سلګۍ به ورسره جنګېږو."
ده همداراز ژمنه وکړه چې له طالبانو به د خپلو ١١ ملګرو د وژلو غچ اخلي.
طالبانو څو ورځې وړاندې په يوه بريد کې ١١ پاڅون کوونکي ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل، په دغه بريد کې ٧ طالبان هم وژل شوي وو.
د اندړو ولسوالۍ د ميري سيمې اوسېدونکی خان محمد وايي چې اوسمهال د دې سيمې امنيت ډاډمن دى او خلک له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي.
وړاندې د غزني سرپرست والي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت ځينو استازو په ځينو ولسواليو کې د داعش د وسله والو د راپيدا کېدو خبره کړې وه.
خو والي ويلي وو چې د غزني په ناوې او ګيلان ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ کورنۍ راغلې چې ځانونه په داعش پورې تړلي بولي خو په اصل کې پخواني وسله وال طالبان دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.