Add new comment

Former jihadi leader, spouse shot dead in Herat

هرات (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٣): امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو يو پخوانى جهادي قوماندان او د هغه مېرمنه يې د هرات ښار په شپږمه ناحيه کې پر ډزو وژلي دي.
قوماندان احمدسعيد چې په سياه خان چونکر شهرت لري، تېره ورځ ماښام د خپلې کورنۍ له غړو سره د خپل کور پر لور روان و چې د هرات ښار د شپږمې ناحيې په جکان سيمه کې د وسله والو موټرسايکل سپرو له بريد سره مخ شو.
د هرات د پوليسو وياند سمونوال عبدالرووف احمدي وايي چې د ډزو په پايله کې قوماندان چونکر له خپلې مېرمنې سره وژل شوى او يوه لور يې ټپي شوې ده.
د احمدي په خبره، وسله وال له وژنې وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
د هرات د پوليسو وياند وايي چې تر اوسه د دې ترهګريز بريد انګېزه نه ده څرګنده خو موضوع د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون وياند رفيق شېرزي وويل چې تېره ورځ ماښام شپږ بجې د احمدسعيد او د هغه د مېرمني مړي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د شېرزي په خبره، د احمدسعيد لور هم ټپي شوې او په روغتون کې بستر ده.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.