Add new comment

عبدالقدوس فهيم: د بلخ د ولايتي شورا د مرستيال کسانو زما د تښتولو هڅه وکړه

مزارشريف )پژواک ١٥ سلواغه ۹۳): د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ  رييس ادعا کوي، چې د بلخ د ولايتي شورا د مرستيال کسانو يې د تښتونې هڅه کړې ده؛ خو د ولايتي شورا مرستيال دغه ادعا په کلکه ردوي او سياسي دسيسه يې بولي.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالقدوس فهيم د سلواغې په ۱۵مه، په مزارشريف ښار کې په خپل کور کې په يوه خبري ناسته کې ادعا وکړه، چې تېره ورځ مازيګر ۴ بجې د مزارشريف ښار په عزيزاباد سيمه کې د ذبيح الله کاکړ وسله والو کسانو يې د تښتونې هڅه وکړه، خو ځان يې ترې خلاص کړ.
هغه وايي: ((د کور ور مې وټکېد، بېرون ووتم، يو کس ولاړ و، څو متره لرې ترې په سپين لکسيز موټر کې څو نور وسله وال کسان وو؛ دوی په زوره موټر ته پورته کړم، چې ذبيح الله کاکړ دې غواړي.))
خو نوموړي زياته کړه، چې د چيغو له امله يې خلک خبر شول، د حوزې پوليس را ورسېدل او د ده د تښتونې هڅه شنډه شوه.
د فهيم په خبره، نه پوهېږي، چې د بلخ د ولايتي شورا له مرستيال ذبيح الله کاکړ له ده سره څه ستونزه لري.
خو هغه وويل، د يادې پېښې په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړی او د حيثيت د اعادې غوښتونکی دی.
خو د بلخ د ولايتي شورا مرستيال ذبيح الله کاکړ د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس ادعا په کلکه رد کړه او دا يې د ځان پر وړاندې سياسي دسيسه وبلله.
نوموړي زياته کړه، چې له يادې پېښې هېڅ خبر نه دی.
کاکړ له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شوې ادعا دې په کلکه وڅېړي.
نوموړي زياته کړه،دی باوري دى، چې داسې کومه پېښه نه ده ترسره شوې؛ يواځې د ده په اړه د سياسي دسيسې د جوړېدو هڅه کېږي.
د بلخ ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د يادې پېښې په اړه د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د شوې عريضې پخلی وکړ.
د ده په وينا، لا هم دوی ته په ډاګه نه ده، چې پېښه څه ډول ده؛ خو څېړنې يې پيل کړې دي.
قادري وايي، د يادې پېښې په اړه، د بلخ د ولايتي شورا مرستيال ذبيح الله کاکړ ورته په ټيليفوني خبرو کې ډاډ ورکړی، چې دی دوه ساتونکی لري او پوليس يې هر مهال د څېړنو لپاره جلبولی شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.