Add new comment

چاريکار(پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): د پروان ولايت په مرکز کې د يو شمېر ځايي اوسېدونکو تر منځ د شخړې له امله چې دوه په کې پوليس دي؛ درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
 دغه ټکى د پروان ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير لطف الرحمن رشاد پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ او ويې ويل چې يوه ښځه هم ټپي شوې ده.
هغه وويل چې دا نښته تېره شپه شاوخوا اوه بجې ددې ولايت د مرکز اړوند په قلعچه سوخته سيمه کې د ځايي اوسېدونکو تر منځ د پخوانۍ د ښمنۍ له امله  رامنځته شوې ده.
 هغه زياته کړه چې په غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې پوليس افسران هر يو خان پاچا او عين الدين هم په دې نښته کې شامل دي.
د پروان له جنايي جرمونو سره د مبازې مدير وويل چې درې ښکېل کسان د پوليسو د ځواکونو له خوا نيول شوي، خو خان پاچا او عين الدين تښتېدلي او پوليس يې په لټه کې دي.
 په ورته وخت کې د پروان ولايت د سل بستريز ملکي روغتون سر طبيب ډاکټرعبدالقاسم سنګين وويل چې له دې پېښې درې وژل شوي او درې ټپيان دې روغتون ته ور وړل شوي او په ټپيانو کې يوه مېرمن هم شامله ده.
هغه زياته کړه چې پاتې ټپيان کابل ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د دې ولايت د بګرام ولسوالۍ په قره چه سيمه کې د يوې کورنۍ پنځه غړي د نا مسوولو وسله والو له خوا ووژل شول.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.