Add new comment

 له ولايتي شوراګانو د څارنې د حق اخيستو په غبرګون کې لاريون وشو

فراه، قلعه نو (پژواک ١٣ سلواغه ٩٣): په فراه او بادغيس ولايتونو کې لسګونو تنو له ولايتي شوراګانو د څارنې د حق اخيستو په غبرګون کې لاريون وکړ.
ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولايتي شوراګانو قانون په تعديل شوې طرحه کې له ولايتي شوراګانو د څارنې رول د رايو په اکثريت رد کړ. د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولايتي شوراګانو ډېرى دفترونه وتړل شول.
په همدې تړاو، نن له غرمې مخکې د فراه په مرکز کې د دې ولايت د مرکز او ولسواليو شاوخوا ٢٠٠ تنو لاريون وکړ.
د فراه ښار د شورا غړي او د دې لاريون ګډونوال عبدالوکيل د ولسي جرګې پر پرېکړې نيوکه وکړه او پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې جرګې غړي د ولايتونو له اوضاع خبر نه دي، ځکه يې دا ډول پرېکړه کړې ده.
نوموړي د فساد په له منځه وړلو کې د ولايتي شوراګانو څارنه، اړين وباله.
يوه مدني فعال او د لاريون برخه اخيستونکي سيد احمد بيا له ولسمشر څخه وغوښتل، چې ولايتي شوراګانو ته دې د نظارت حق ورکړي.
د ده په وينا، له ولايتي شوراګانو د څارنې د حق اخيستل، فساد ته لار هواوي.
د يوه بل خبر له مخې، د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې هم لسګونو ښاريانو له ولايتي شورا څخه د نظارت سلبولو له امله لاريون وکړ.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر حاجي بهاءالدين قادسي، پژواک خبري اژانس ته وويل، ولايتي شورا تل له پرمختيايي، اداري او نورو برخو په ځانګړي ډول له ټولګټو پروژو څخه څارنه کوي او بيا ولايتي چارواکي په جريان کې اچوي، نو که دا کار ترسره نه شي، فساد ته زمينه مساعدېږي.
د بادغيس د مرکز اوسېدونکي او د دې لاريون يوه ګډونوال محمد امين جمشېدي وايي، دا چې د ولايتي شورا غړي د خلکو استازي او دوى ته ځواب ويونکي دي، نو بايد د ولايت پر ټولو چارو د څارنې حق ولري.
بايد وويل شي، چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر اشرف غني له سپارښتنې سره سم د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولايتي شوراګانو د څارنې رول د څرنګوالي پر طرحې کار پيل کړى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.