Add new comment

"د غزني سيمه ييز پوليس د ولايتي شورا له مشورې پرته جوړ شوي"

غزني ښار (پژواک ۱۷ کب ۹۱): د غزني د ولايتي شورا مرستيال وايي، چې په دغه ولايت کې سيمه ييزو پوليس د څو کسانو پر خوښه ټاکل شوي او له ولايتي شورا سره په دې اړه مشوره نه ده شوې.
د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په غزني کې د سيمه ييز پوليسو په ټاکلو کې قانوني مراحل سم نه دي وهل شوي.
هغه زياته کړه، چې په دې برخه کې له ولايتي شورا او د سيمې له اوسېدونکو سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې.
نوموړي وويل، چې سيمه ييز پوليس ډېرې نيمګړتياوې لري او سمه روزنه هم نه ده ورکړل شوې.
جامع وايي: ((که چېرې دغه کار ته سر له اوس څخه پاملرنه ونه شي، نو د اندړو ولسوالۍ په څېر لسګونه پېښې به رامنځته شي.))
تېره اونۍ په اندړو ولسوالۍ کې ١٧ سيمه ييز پوليس له مسمومېدو وروسته طالبانو ووژل.
جامع وايي، په غزني کې مافيايي ډلې په دې توانېدلي چې د سيمه ييزو پوليسو د ټاکلو پروسې ته لاره پيدا کړي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو پروسه له سره وڅېړي او دغه پوليس دي د خلکو او ولايتي شورا په مشوره جوړ کړي.
د غزني اوسېدونکي له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي، خو زياتوي چې هغوى ته بايد ښه روزنه او تجهيزات ورکړل شي.
د عبدالولي په نوم يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، ډېرى سيمه ييز پوليس سم نه دي روزل شوي او له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي.
خو د غزني والي موسى خان اکبر زاده بيا د ولايتي شورا ادعاوې ردوي او زياتوي، چې د سيمه ييزو پوليسو د ګومارلو پروسه په رڼه توګه ترسره شوې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ښه روزل شوي او په ډېرو سيمو کې له وسله والو مخالفينو سره پر وسله والې مبارزې بوخت دي.
نوموړي وويل، د غزني سيمه ييز پوليس روزل شوي، خو په پلان کې لري چې دوى ته نوره هم ښه روزنه ورکړل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.