Add new comment

زابل کې زرګونو کسانو دفرانسې پر ضد لاريون وکړ

کلات ( پژواک، ٧ سلواغه ٩٣ ) : د زابل ولايت د مرکز کلات ښار زرګونو اوسېدونکو د فرانسوۍ مجلې او دغه هېواد پر ضد لاريون وکړ.
دغه لاريون چې د سلواغې په ٧مه، د کلات په جامع جومات کې د کلات د مدني فعالينو په نوښت او هڅو جوړه شوې وه پکې زرګونو کسانو برخه درلوده او د فرانسي پر ضد يې شعارونه ورکول.
د مولوي محمد يعقوب په نامه يو تن ديني عالم لاريون کوونکو ته پخپله وينا کې وويل چې د فرانسوي مجلې پر ضد د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لاريونونه شوي چې دا د نړۍ د مسلمانانو يووالي او اتفاق ښيي.
هغه زياته کړه چې اسلام ضد کسان په تبيلغاتو سره نشي کولى چې د حضرت محمد ص شان ته سپکاوی وکړی خو دا ډول کارونه به يواځې  دوى ته زيان ورسوي.
د نوموړي په وينا، اسلامي نړۍ بايد سره اتحاد شي او له خپلو مقدساتو څخه ګډه دفاع وکړي.
لاريون کوونکو په ياد جومات کې تر احتجاجي غونډې وروسته د کابل - کندهار لويې لارې ته راووتل او دغه لويه لاره يې د څو شېبو لپاره د ترافيکو پر مخ وتړله او د فرانسې پر ضد يې شعارونه ورکړل .
د لاريون ګډونوالو د فرانسې بيرغ هم وسوځاوه.
د لاريون په وروستيو کې د مدني ټولنې غړي نوراغا نوري يو پرېکړه ليک ولوست چې پکې د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي و چې په هېواد کې د فرانسي سفارت وتړي.
په پرېکړه ليک همدارنګه ويل شوي ، چې اسلامي نړۍ بايد سوله ييزو لاريونونو ته دوام ورکړي او هم د فرانسوي توليداتو له کارولو څخه ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په زابل کې د فرانسې پر ضد دوه ځلې لاريونونه شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.