مزارشريف ( پژواک ٧ سلواغه ۹۳): د بلخ ولايت په مرکز کې په لومړي ځل د فوټبال لوبې لپاره ښځينه لوبڅارې روزل کېږي او بيا د دې ولايت د نجونو د فوټبال منتخبه لوبډله جوړيږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند علي کاظمي،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه نن شپږ ورځنى ورکشاپ پيل شو چې په ترڅ کې به يې ٢٩ نجونو ته د فوټبال د لوبڅارۍ زده کړې ورکړل شي.
دى وايي چې دغه نجونې د بلخ د فوټبال فدراسيون او د پوهنې رياست له خوا ياد ورکشاپ ته ورپېژندل شوې دي.
علي کاظمي وايي، چې د ورکشاپ په پای کې له ګډونوالو څخه ازموينه اخيستل کېږي او څلورو تنو ته به يې د فوټبال د ښځينه لوبڅار سندونه ورکړل شي.
د ياد ورکشاپ استادې مريم سيدزاده، وايي چې يادې څلور لوبڅارې به د ۱۲ کلونو ښځينه او نارينه لوبډلو د لوبو څارنه کوي.
هغه وايي، چې په دې ولايت کې له يوه کال راهيسې د نجونو د فوټبال لوبډلې د جوړېدو هڅې پيل شوي او د ياد ورکشاپ په پاى کې به د سياليو له لارې د بلخ د ١٢ کلنو نجونو د فوټبال لوبډله غوره شي.
د بلخ د فوټبال فدارسيون مشر حاجي اسحق د ياد ورکشاپ پيل کېدل په بلخ کې د ښځينه وو د فوټبال د ودې لپاره ښه ګام بولي او وايي چې ياد لوبڅاران به د ورکشاپ په پای کې د بلخ لپاره د فوټبال د ۱۲ کلونو نارينه وو لوبډله چې دم ګړۍ يې لوبې روانې دي، هم ټاکي.
د ياد ورکشاپ ګډونواله زهرا حسن زاده هم پر ياد ورکشاپ کې پر ګډون خوښه ده او وايي : (( همدا راته د وياړ ځای دی، چې افغان نجلۍ يم او د فوټبال لوبڅارۍ لپاره زده کړې کوم.))
هغې زياته کړه، چې په افغانستان کې د شته ځينو مجبوريتونو له امله تر ډېره نجونو د فوټبال لوبه نه کوله، خو اوس دا خوښه ده چې نجونې هم په دغه لوبه کې برخه اخلي.