Add new comment

Taliban set fire to Ghazni council member’s house

غزني ښار (پژواک ١٠ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د غزني په ولايتي شورا کې د اندړ ولسوالۍ د يوه استازي امان الله کامراني او يو بل کس کورونه سوځولي او دوه تنه يې له ځان سره بيولي دي.
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون نن (د وږی١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د ولايتي شورا د يوه غړي او د يو بل عام کس کورونه سوځولي او دوه تنه يې بيولي هم دي.
د والي وياند وايي، چې دغه دوه تنه عام وګړي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې تېره شپه نهه بجې يې د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان کلي کې د اربکيانو، چې ځان پاڅو کوونکي بولي، پر دوو امنيتي پوستو بريد کړى او د هغوى پنځه تنه يې وژلي دي.
هغه زياته کړې، چې په دغه بريد کې شپږ نور اربکيان له يو شمېر وسلو، مهماتو او موټرسايکلو سره دوی ته ور اوښتي دي.
د مجاهد په ادعا، يو ميل آر پي جي راکټ، يو پيکا ماشيندار، شپږ ميله کلاشينکوفونه او يو موټرسايکل د دوى لاس ته ورغلي او پوستې يې ور نړولې دي.
خو د غزني امنيتي چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي.
د يادونې ده، چې په ولايتي شورا کې د غزني د اندړو ولسوالۍ د استازي امان الله کامراني ورورانجنير لطف الله کامراني د غزني په اندړو کې د ولسي پاڅون لوى قوماندان دی او له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د وسلوالو طالبانو پر خلاف جنګېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.