Add new comment

د غزني ولايتي شورا هيڅ لاس ته راوړنه نه لري

غزني( پژواک ١٦ لړم ٩٠):د غزني ځينې مخور اوعام خلک وايي چې ددې ولايت د ولايتي شورا د خپل کار په څه د پاسه دوه کلنه موده کې د پام وړ لاس ته راوړنه نه لري . د غزني ولايتي شورا ټول ١٩ غړي لري، خو په دې شورا تور دى چې ځينې غړيو يې په درغلۍ دې شورا ته لار موندلې ده . د ولايتي شورا د لومړۍ دورې غړي ډاکټر غني بهادري وايي،چې د لومړۍ دورې په پرتله د ولايتي شوار دويمه دوره ناکامه،ناکاره او د خلکو استازې نه ده. هغه وايي چې اوسنۍ ولايتي شورا تراوسه داسې کار نه دى کړى،چې خلکو ته يې د بېلګې په توګه وړاندې کړي او خلک يې د خپلو استازيو په توګه ومني . بهادري زياتوي چې د ولايتي شورا د دويمې دورې غړي د خپلو سيمو د خلکو غوښتنې او هيلې نشي پوره کولى ان د تذکرې اخيستلو په عريضې د خپلي سيمې د وکيل په لاسليک پسې څو ورځې ستړي ګرځي. نوموړي د شورا لومړۍ دوره بريالۍ بولي او زياتوي،چې د چارو څارنه او دغه راز د خلکو د ستونزو په هواري کې يې ډير کار کړى و. بهادري وايي په لومړۍ دره کې يې هغه دوه انجوګاني ،چې ناقانونه فعاليت درلود وتړلې او دغه راز يې د پلان له مخې، په هره مياشت کې پراختيايي چارې ارزولې . پر دې نويو وکيلانو دا نيوکه هم کيږي،چې تل پخپلو شخصي کارونو بوخت وي اوپه اونيو اونيو شورا ته نه ورځي. د قره باغ د محلي شورا غړى وکيل احمد مشال وايي،چې د اوسنۍ شورا ډيرى وکيلان د خلکو له رايو پرته شورا ته راغلي، نو ځکه په بې مسووليتۍ چلند کوي. هغه وايي ډيرى وکيلان پخپلو شخصي چارو لګيا دي ان داسې ورځې هم راغلي،چې د شورا له ١٩ غړيو يواځې يو تن يې په شورا کې ناست وي. د غزني دولايتي شورا ټاکنې هم د تير کال د ولسي جرګې د ټاکنو په څير وې، چې په ناامنه سيمو کې چا رايه ورنکړه. دغه راز د شورا د دويمې دورې وکيلان په دې نه دي بريالي شوي ،چې د خلکو د استازيو په توګه لرې سيمو او ولسواليو ته سفرونه وکړي. د قره باغ پخوانى ولسوال محب الله خپلواک وايي،چې دکار په دوه کلنه موده کې يې د ولايتي شورا يو وکيل هم سيمې ته نه دى ورغلى او په مرکز کې يې هم د ولسوالۍ د خلکو لپاره هغه کار نه دى کړى،چې خلکو يې هيله لرله. خپلواک وايي چې دا وکيلان په هره چاره کې ناامنۍ بهانه کوي او په همدې دليل دا غوره ګڼي ، چې ولسواليو ته د سفر پر ځاى د خلکو ستونزې پخپلو کورونو کې واوري. يو شمېر خلک هم د شورا له کاره راضي نه دي او شکايت کوي،چې د خپل وخت تيرولو لپاره شورا ته راځي ، نه د کار لپاره. د زنخان ولسوالۍ اوسېدونکی حبيب جان، چې د تذکرې اخيستلو لپاره غزني ښار ته راغلی و، وايي چې دوه ساعته ددې لپاره په شورا کي وځنډول شو، تر څو يې کوم وکيل غوښتنليک امضا کړي. دی وايي په شورا کې دوه وکيلان ناست و،خو هغوی ورته وويل،چې نه يې پيژني ،خو دده هغه اړوند وکيل هلته نه وو. د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی اميرخان هم ورته نظر لري او وايي،چې د ځمکي پر سر د جنجال د حل لپاره څو وارې ولايتي شورا ته ورغلی، خو وکيلانو يې هيڅ خبره وانه وريده. دهغه په وينا، په حکومت کې دا ډول ستونزو خلک اړکړي،چې د خپلو مشکلاتو د حل لپاره طالبانو ته مخه کړي. د شورا دويمه دوره هم د تيرې په څېر له ولايتي ادارې سره ستونزې لري . د لومړۍ دورې د شورا دروازه خو له ولايتي ادارې سره د ټکر له امله نږدې يو کال وتړل شوه، خو ددې دورې وکيلان او ولايتي اداره هم په ټکر کې دي. د ولايتي شورا منشي عبدالولي خانزاده تر يو بريده شورا پخپل کار کې ناکامه بولي، خو پړه يې په ناامنه شرايطو او له ولايتي ادارې سره پر نه همغږئ او نه همکارۍ ور اچوي. دغه راز ددې شورا يو غړى جمعه خان تره کی هم دا ستونزې او د خلکو نيوکې پر ځای بولي. نوموړی مني،چې ځينې وکيلان د مسووليت احساس نه لري او بايد د خلکو د استازيو په توګه خپلې ژمنې پر ځای کړي. دغو وکيلانو پخپلو سيمو کې له خلکو سره ژمنې کړې وې،چې د روغتيا،پوهنې او پراختيايي چارو کې به هڅې کوي. خو د غزني والي موسي خان اکبرزاده وايي،چې له شورا سره يې په هره برخه کې مرسته کړي او ان په اونيزه اداري جلسه کې يې د شورا يو غړى برخه لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.