Add new comment

مواد مخدر از بدخشان به کشورهاى آسيانه ميانه قاچاق مى شود

فيض اباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣): د بدخشان اوسېدونکي د کوکنارو د کښت، د روږدو د زياتېدو، د هيروينو د توليد لابراتوارونو او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښمن دي.
بدخشان له تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري او نشه يي توکي د تاجکستان له لارې له هېواده بهر قاچاق کېږي.
دغه غرنى ولايت نه يواځې چې تر اوسه په کې نه د کوکنارو د کښت کچه صفر شوې او د ولايتي پراختيا په برخه کې يې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت يو ميليون ډالري امتياز نه دى ترلاسه کړى، بلکې لا هم د هغو ولايتونو په ډله کې ګڼل کېږي چې د نشه يي توکو له توليد او قاچاقه نه دي خلاص شوي.
د بدخشان د سولې کمېټې چارواکي وايي چې زرواکي لا هم د امنيتي چارواکو په مقررۍ کې رول لري او دغه کار د قاچاق زمينه مساعده کړې ده.
د بدخشان د سولې کمېټې مشر عبدالواحد طيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمده ستونزه په دې کې ده چې کليدي امنيتي چارواکي د زرواکو له خوا د امنيه قوماندانانو په توګه ټاکل کېږي.
نوموړى چې خپله هم د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي چې په دې ولسوالۍ کې کوکنار نه کرل کېږي، خو دلته قاچاق وړونکي له بېلابېلو ولايتونو راځي او نشه يي توکي تاجکستان ته په قاچاق وړي.
طيبي زياتوي چې هر کال په منځنۍ کچه درې ځوانان له تاجکستان سره پوله د امو سيند له لارې د نشه يي توکو د لېږد پر مهال په خواهان ولسوالۍ کې وژل کېږي.
د سولې کمېټې مشر ادعا کوي چې سږ کال خواهان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار نجيب الله د حبيب الرحمن په نوم د راغستان ولسوالۍ د خلدسک کلي يو ١٤ کلن ماشوم چې عصبي ناروغي يې درلوده له يو شمېر نشه يي توکو سره د شپې له مخې د کښتۍ په وسيله له امو سينده تېر کړى او دغه نشه يي توکي يې د تاجکستان سرحدي ساتونکو ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړي چې د ماشوم برخليک تر اوسه ناڅرګند دى.
د ده په خبره، خلکو د دغو امنيتي چارواکو پر ضد يوه اوونۍ لاريونونه وکړل، څو ونيول شي او يا بدل شي، خو د خلکو دغه غوښتنه نه ده ترسره شوې.
خو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي د خواهان ولسوالۍ د قوماندان په اړه دغه ادعا ردوي او وايي چې خلکو د قاچاق وړونکو او زورواکو پر وړاندې لاريون کړى وى.
د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او روږدو د شمېرې لوړېدنه هم د اندېښنې وړ ده.
د ولايتي شورا غړې او د شغنان د خلکو استازې فرحناز پاميري وايي، د خواشينۍ ځاى دى چې د هرې ورځې په تېرېدو په دې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق اندازه ډېرېږي، په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت نشته او نشه يي توکي له نورو ولسواليو شغنان ته راځي او دغه قاچاق هغه کسان کوي چې د شغنان اوسېدونکي نه دي.
د ولايتي شورا دې غړې وويل: ((د نشه يي توکو قاچاق او ترافيک د دې سبب شوى چې ماشومان او ښځې هم روږدې شي او د قاچاق وړونکو پر مخنيوي سربېره هم د روږدو شمېره ورځ تر بلې زياتېږي؛ ځکه چې همدا قاچاق وړونکي هغوى ته نشه يي توکو رسوي.))
د ولايتي شورا مرستيال او د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي طلب الدين قادري هم وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو په سرحدي ولسواليو لکه واخان، زيباک او شغنان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر زياتېږي او لامل يې هم په سرحدي ولسواليو کې د نشه يي توکو ترافيک او قاچاق دى.
هغه وويل: ((دوه کاله وړاندې مې خپله هم د سرحدي پوليسو په رينجر کې نشه يي توکي وليدل چې د ملي امنيت رياست په همکارۍ ونيول شول.))
قادري، دولت د نشه يي توکو په مخنيوي کې په بې پروايۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې اکثره روږدي ځان پلورنې او حتا د خپلو کرنيزو ځمکو پلور ته مخه کوي چې ښځې، نجونې او ماشومان په کې شامل دي.
له بلې خوا د ماهمۍ ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي بېګ هم وايي چې پر سرحدي ساتونکو سربېره هم د نشه يي توکو د قاچاق او ترافيک کار کېږي او د دې ولسوالۍ ډېر شمېر خلک هم په نشه يي توکو روږدي شوي دي.
هغه وويل: ((که چېرې قاچاق وړونکي فعال نه وي، نو څوک روږدو ته نشه يي توکي ورکوي، په داسې حال کې چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت نه کېږي.))
د بدخشان امنيه قوماندان لوى پاسوال بابه جان وايي چې امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د کمښت او قاچاق په مخنيوي کې خپلې هڅې زياتې کړې دي.
هغه وويل: ((سره له دې چې بدخشان پېچلى جغرافيوي موقعيت لري چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو پاملرنه يې ځان ته اړولې، د دې ترڅنګ منځنۍ اسيا ته د دې توکو د قاچاق لپاره هم لنډې لارې لري، خو زموږ هڅې زياتې شوې چې د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق مخه ونيسو.))
بابه جان زياته کړه چې په تېرو درېيو مياشتوکې د نشه يي توکو څه باندې ١٠ قاچاق وړونکي نيول شوي او شاوخوا يو ټڼ نشه يي توکو ضبط شوي دي.
د شُکي ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالرازق هم ادعا کوي چې د دولت په چوکاټ کې د زورواکو چارواکو له همکارۍ پرته دې ولسوالۍ ته د نشه يي توکو قاچاق امکان نه لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره زيات شمېر ځوانان او ماشومان او حتا ښځې پر نشه يي توکو روږدي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد نور خاوري وايي چې د دغه ولايت په کچه د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ٣٠ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي او د پنځو تېرو کلونو په پرتله دوه چنده شوي دي.
هغه ناامني او وزګارتيا د روږدو د ډېرېدو اصلي لاملونه وبلل او ويې ويل چې په بدخشان کې د روږدو د درملنې درې مرکزونه شته چې د ټولو روږدو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.
خاوري له دولته غوښتنه وکړه چې بايد د نشه يي توکو کښت له منځه يوسي او د روږد د درملنې لپاره نور مرکزونه هم جوړ کړي.
ځيني کروندګر وايي چې دوى د دولت د نه پاملرنې له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.
د ارګو ولسوالۍ يو کروندګر محمد رزاق وايي چې دولت ژمنه کړې وه چې کيمياوي سره او اصلاح شوى تُخم ورکوي چې له همدې ژمنې سره يې په څو کلونو کې کوکنار نه دي کرلي، خو دا چې دولت مرسته ونه کړه او د غنمو په څېر له نورو حبوباتو يې چندان حاصل نه و؛ نو بېرته يې د کوکنارو کښت ته مخه کړه.
هغه زياته کړه چې که چېرې د دولت نه پاملرنه همداسې دوام ولري، نو سره له دې چې کوکنار حرام دي، خو د زياتې ګټې له امله کولى شي چې د خپلو کورنيو لګښتونه پوره کړي او په راتلونکي کې به هم دا وکري.
په ورته وخت کې د بدخشان له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي وايي چې په روان کال کې د امنيتي او ټاکنيزو ننګونو له امله نه دي توانېدلي چې د کوکنارو کښتونه په بشپړه توګه له منځه يوسي.
د بدخشان له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر محمد قايد افندي وايي چې په روان کال کې د دغه ولايت په کچه شاوخوا ٤٥٠٠ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او دوى توانېدلي چې ١٤١٠ هکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړي، خو پاتې نور يې د شته ننکونو له امله نه دي اړولي.
سرچينې زياته کړه: ((موږ په دې مبارزه کې کامياب يو او توانېدلي يو چې د کوکنارو د کښت د ډېروالي مخه ونيسو او په تېرو څو کلونو کې د کوکنارو کچه نه ده لوړه شوې.))
په بدخشان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې ځيني قاچاق وړونکي د پيسو په بدل کې کروندګر د نشه يي توکو کر ته هڅوي او کروندګر هم له دغه کښته د زياتې ګټې له امله دغه کار کوي، نو ځکه يې تمه لري چې د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو سره خلک د دغه بوټي له کرلو ډډه وکړي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې امر سمونوال مُصدق الله مظفري هم وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې د هيروينو د پروسس اته کارخانې چې ډېرې يې په کشم ولسوالۍ کې وې، ويجاړې کړې او شاوخوا درې ټنه د ترياکو محلول يې له دغو کارخانو ترلاسه کړي او سوځولي دي.
د هغه په خبره، سږ کال ٣٠ شکمن کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نيول شوي چې ١٧ يې د نشه يي توکو ځانګړې څارنوالۍ او پاتې ١٣ د بدخشان استيناف څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه د ملګرو ملتونو دفتر UNODC سروې څرګندوي چې په افغانستان کې څه باندې يو ميليون کسان پر نشه يي توکو روږدي دي او افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق ستر توليدوونکى هېواد دى.
د ويلو ده چې د روسيې چارواکي وايي چې له اتو ميليونو کسانو شاوخوا يو نيم ميليون په روسيه کې له هغو نشه يي توکو کار اخلي چې د مرکزي اسيا د هېوادونو له لارې صادرېږي.
د روسيې له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې د احصايې له مخې، نشه يي توکي هر کال څه باندې ٧٠ زره روسي ځوانان د مرګ تر کومي رسوي.
د دې ادارې مشر ويکتور ايوانوف وايي هغه پيسې چې روسي روږدي يې د نشه يي توکو د پېرلو لپاره کاروي، د دغه هېواد د دفاع او پوهنې وزارتونو له بوديجو ډېرې دي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې يوه سروې هم څرګندوي چې په نړۍ کې دوه سوه ميليونه روږدي شته چې په هر ساعت کې يو روږدى مړ کېږي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.