Add new comment

Nesh police using civilian homes as checkpoints

کندهار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): د کندهار د نېښ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ امنيتي مسوولين له خلکو د سون لپاره لرګي په زور غواړي او په ځينو سيمو کې يې د دوى په کورونو کې امنيتي پوستې جوړې کړې، خو کرايه يې نه ورکوي.
د دې ولسوالۍ د دره نور کلي اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د کلي په ګډون په يو شمېر سيمو کې پوليسو د خلکو په کورونو کې پوستې جوړې کړې، خو کرايه يې نه ورکول کېږي.
هغه دغه راز زياته کړه چې پوليس د سيمې له اوسېدونکو په زور د سون لپاره لرګي هم غواړي او که څوک يې ور نه کړي نو بيا يې مجبوروي چې پيسې ورکړي.
د نوموړي په وينا، خلک د پوليسو له دغه چلنده په تنګ دي؛ ځکه هغوى دومره توان نه لري چې په دې يخ ژمي کې هم د خپلو کورونو لپاره سون توکي برابر کړي او هم يې پوليسو ته ورکړي.
د هغه په وينا، د نېښ ولسوالۍ قومي مشرانو خپلې دغه ټولې ستونزې د کندهار له والي سره شريکې کړې او هغه يې د هواري ژمنه کړې ده.
د نېښ ولسوالۍ د غنيګي سيمې يوه مخور محمدحنيف پژواک اژانس ته وويل، په ډېرو مواردو کې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان نعمان د مخورو او قومي مشرانو پرېکړو ته احترام نه کوي او پر خپل سر کارونه کوي.
دى وايي، څه موده وړاندې د سيمې اوسېدونکو پرېکړه وکړه چې پر خپلو ځمکو به کوکنار نه کري، خو په بېلابېلو کليو کې همدا اوس د امنيتي پوستو قوماندانانو له خلکو مخکې له مخکې پيسې اخيستې او هغوى ته يې ويلي چې کوکنار دې وکري.
ده هم يادونه وکړه چې پوليسو په يو شمېر سيمو کې د خلکو په کورونو کې پوستې جوړې کړې، خو کرايه يې نه ورکوي.
هغه دا هم وويل که څه هم د دې ولسوالۍ امنيت د نورو ډېرو ولسواليو په پرتله ښه دى خو بيارغونې ته يې هيڅ پاملرنه نه ده شوې.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى نعمت خان پژواک ته وويل: ((د نېښ ولسوالۍ د شهزاده ، دره نور، نعمت ، شهزاده يو شمېر نورو کليو کې د پوليسو د خلکو کورنو کې پوستې جوړې کړي. دا کورونه د خلکو خپل ملکيت دى په کې نه اوسېږي خو پوليس حق نه لري چې په کې پوسته جوړه کړي.))
نوموړ‌ى د يادو شويو ستونزو تر څنګ له دې ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته د غځېدلي سړک له خرابوالى شکايت کوي او وايي خلک د خپلو اړتياوو پر مهال په ډېر کړاو پرې تګ راتګ کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د سړک د خرابوالي له امله ډېر هغه ناروغان چې د ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې يې درملنه ناشونې وي، کندهار ښار ته د تلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ده په خبره، اوس مهال خلک د کندهار-اروزګان له لارې استفاده کوي چې له شاوليکوټ ولسوالۍ تېرېږي او ډېره اوږده ده.
په دې اړه د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نېښ ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو د يادو شوو ستونزو د هواري په موخه له والي سره ليدلي دي.
هغه وويل، والي له خلکو سره ژمنه وکړه چې د پوليسو په اړه به د هغوى شکايتونه وڅېړل شي او د حل  په موخه به يې  ژر اقدام وشي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا روانه اوونۍ د نېښ ولسوالۍ د قومي مشرانو سره د ليدنې پر مهال وويل، هڅه کوي په دې ولسواليو کې رغنيز کارونه وشي او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
هغه زياته کړه، امنيه قوماندان ته يې دنده سپارلې چې د پوليسو په اړه د خلکو د شکايتونو څېړنه وکړي او د حل لپاره يې اقدام وکړي.
خو هغه يادونه وکړه چې ټولې هغه امنيتي پوستې چې دا مهال د خلکو په کورونو کې دي بايد د کورونو مالکينو ته مياشتنۍ کرايه ورکړي.
نوموړي د دې ولسوالۍ له قومي مشرانو او اوسېدونکو وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې دې د پوهنې د ودې، د تړلو ښوونځيو د بېرته پرانيستو او امنيت په برخه کې له دولت سره همکاري وکړي.
د نېښ ولسوالۍ امنيه قوماندان تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
نېښ ولسوالي د کندهار د مرکز شمال ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې پرته ده چې د کليو شمېر يې ٩٤ دى او شاوخوا ٤٤ زره وګړي په کې ژوند کوي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.