Add new comment

Pregnant woman ends it all by jumping into river

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): په بغلان ولايت کې يوې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله له خپل کوچني ماشوم سره ځان سيند ته غورځولى دى.
د بغلان د ښځو چارو رييسه خديجه يقين وايي چې دغه ٢٧ کلنې مېرمنې له خپل درې کلن ماشوم سره تېره شپه د بغلان د مرکز په شمرق سيمه کې ځان سيند ته غورځولى او ډوبه شوې ده.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مېرمن اميندواره هم وه او مړى يې له زوى سره نن سهار موندل شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
د روغتون د څېړنو له مخې، د مېرمنې پر ځان د وژنې نښې نه ليدل کېږي.
خو د بغلان د ښځو چارو مشرې زياته کړه چې د دغه کار لامل کورنى تاوتريخوالى دى او هغه کس بايد مجازات شي چې له امله يې مېرمنې او ماشوم ځانوژنه کړې ده.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي چې د لومړنيو راپورونو له مخې دې مېرمنې له خپل خاوند سره مناقشه کړې او وروسته له کوره وتلې او ځان يې سيند ته غورځولى دى.
امرخېل وويل، د دوى د پلټنې ډله ساحې ته تللې او د يادې مېرمنې له خاونده چې له پوليسو سره بندي دى، پوښتنې پيل شوي دي.
ځينو سرچينو ويلي چې تېره ورځ يوه ځوانه نجلۍ چې د طب محصله وه، په همدغه ولايت کې په مرموز ډول وژل شوې، خو د ښځو چارو مشره وايي چې د دې نجلۍ مړينه طبيعي وه.
د ښځو چارو رياست شمېرې څرګندوي چې سږ کال دا د ځانوژنې څلورمه قضيه ده او د وسله والو کسانو، خاوند او د خاوند د کورنۍ له خوا اووه نورې وژل شوې ښځې هم په دې ډله کې شاملې دي، خو امکان لري چې دا شمېرې د ياد رياست له ثبت شوو شمېرو هم لوړې وي.
د ويلو ده، د روان کال په غبرګولي مياشت کې هم د پلخمري ښار د کارته اتفاق اوسېدونکي ١٦ کلنې نجلۍ خپل ځان سيند ته ګوزار کړى و.
دغه نجلۍ د بې بې حوا لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې وه او کله يې چې مور د کيلي ورکېدو له امله پرې غوسه شوه، د شپې له کوره ووته او پر ځانوژنه يې لاس پورې کړ.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.