غزني (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): د غزني ولايت د ښځو حقونو فعالانې وايي چې د تاوتريخوالي د قرباني مېرمنو دوسيو ته په سمه توګه رسېده ګي نه کېږي.
د دوى په وينا، په غزني کې د تېر کال په پرتله د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې، خو د قضايي ارګانونو په ګډون اړوندې ادارې يې دوسيې پر وخت نه څېړي.
د غزني د ولايتي شورا پخوانۍ غړې او د مېرمنو د حقونو فعالې حميدې ګلستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
ګلستاني زياتوي: ((قضايي ارګانونه د مېرمنو دوسيو ته سمه پاملرنه نه کوي او دا د دې لامل شوي چې د تاوتريخوالي قرباني مېرمنې اړوندو ادارو ته مراجعه نه کوي.))
نوموړې وايي چې په قضايي ارګانونو کې دې د مېرمنو د دوسيو څېړلو په موخه ښځينه قاضيانې وګومارل شي.
په غزني کې د ايينه ټولنې مشره راحلې سجادي پژواک ته وويل چې د تاوتريخوالي يو شمېر قرباني مېرمنې په ډېره ستونزه خپلې دوسيې اړوند ادارو ته وړي، خو دغو دوسيو ته سمه رسېده ګي نه کېږي.
هغې وويل: ((تاسو هر کال اورئ چې د ښځو پر وړاندې تر سلو ډېرې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې، خو نه اورئ چې له مېرمنو سره پر تاوتريخوالي تورن کس محاکمه شوى وي؟))
سجادي چې ټولنه يې د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوي وايي: ((د غزني د ښار په پرتله په لرو پرتو ولسواليو کې د تاوتريخوالي پېښې ډېر دي چې حکومت بايد پاملرنه ورته وکړي.))
بي بي مروه هغه مېرمنه ده چې د مېړه په کورنۍ کې د تاوتريخوالي له امله ځورېږي او په دې تړاو يې خپل شکايتونه د ښځو چارو رياست ته رسولي دي.
مروې د غزني د ښځو چارو په رياست کې له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((د مېړه په کور کې مې ژوند ښه نه دى، په يوه او بله پلمه مې د کورنۍ د غړو له لوري وهل، ټکول کېږم.))
مروه زياتوي چې اصلاً د اندړو اوسېدونکې ده، کورنۍ يې د لوړ ولور په بدل کې د غزني په ښار کې واده کړې چې په وينا يې ښايي پر وړاندې يې د تاوتريخوالي لامل همدا وي.
هغه وايي: ((موده مخکې مې د ښځو چارو په رياست کې د کورنۍ له غړو شکايت ثبت کړ، هيله ده چې حل لاره راته پيدا کړي. تر اوسه مې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.))
هغې د خپل ژوند په تړاو نور څه ونه ويل او ښايي کور ته د بېرته تګ لپاره په بېړه د ښځو چارو له رياسته ووته.
د غزني د اندړو ولسوالۍ قومي مشر حاجي نورالله پژواک اژانس ته وويل چې رښتيا هم په دې ولسوالۍ کې د نجونو ولور ډېر دى چې له امله يې وروسته ستونزې پيدا کېږي.
هغه ياودنه وکړه چې حکومت بايد په کليو او بانډو کې د لوړ ولور د نه اخيستو لپاره د عامه پوهاوي کمپاينونه وکړي.
د غزني د ښځو چارو رياست د ښځو د حقونو مديره فوزيه کاکړ تاييدوي چې سږ کال په دغه ولايت کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
هغې وويل: ((په تېرو ١٠ مياشتو کې مو د تاوتريخوالي ٧٥ پېښې ثبت کړې، د تېر کال په پرتله ډېرې دي، خو دا په دې معنا نه ده چې رسېده ګي ورته نه کېږي. موږ ټولې دوسيې پر وخت څېړو.))
کاکړ وايي، په غزني کې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې د وهلو ټکولو او ميراث نه ورکولو وي، خو په دې اړه يې څه ونه ويل چې ايا قضايي ارګانونه دغو دوسيو ته رسېده ګي کوي که نه.
د غزني د محکمې رياست مرستيال محمدحسن حليمي پژواک ته وويل چې تر اوسه يې ټولو هغو دوسيو ته په سمه توګه رسېده ګي کړې چې له مېرمنو سره د تاوتريخوالي اړوند دي.
هغه وايي: ((يو شمېر دوسيې خپلو د شکايت کوونکو مېرمنو له لوري بېرته تړل کېږي، نه غواړي دعوې ته يې دوام ورکړي او ځينې مېرمنې پر وخت د خپلو دوسيو د تعقيب لپاره نه راځي، نو ځکه يې دوسيې پاتې وي.))
د حليمي په خبره، د غزني په محکمه کې د مېرمنو دوسيې ژر خلاصېږي، خو هغه ونه ويل چې تر اوسه يې څومره دغسې دوسيې حل کړې او څومره نورې ورسره تر څېړونو لاندې دي.