Add new comment

"کمبود افراد شایسته و جهادی در کابینۀ پیشنهادی مایۀ نگرانی است"

کابل (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٣): پخوانى جهادي قوماندان محمداسماعيل وايي، وړانديز شوې کابينه کې د مجاهدينو کمرنګه شتون او پر ځاى يې د چپ او کمونيستي کسانو ټاکل، د اندېښنې وړ دي.
دغه خبره د لوېديځې حوزې پېژندل شوې څېرې او د اوبو برېښنا پخواني وزير اسماعيل خان، نن په هرات کې په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه.
هغه وويل: "په کابينه کې د وړتيا وړ کسانو په ځانګړي ډول د جهادي څېرو نه شتون، د اندېښنى وړ دى او د مجاهدينو پر ځاى تر ډېره بريده ډېر مهم پوستونه چپي کسانو او کمونيستان ته ورکړل شوي دي."
د اسماعيل خان په وينا، د ملي يووالي حکومت يو شمېر هغه کسان، لکه استاد سياف، بسم الله خان محمدي او محمد يونس قانوني چې ډېره وړتيا لري، بايد د کابينې د غړو په توګه معرفي کړي وى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان د رايو ٢٥ سلنه يې له لوېديځې حوزې وه، خو دغو رايو ته پام نه دى شوى او په کابينه کې د دغې حوزې د پوهو کسانو کچه ډېره کمه ده.
نوموړي زياته کړه: "په داسې حال کې چې مجاهدينو د دغه هېواد لپاره خپل ځان قرباني کړى، خو په کابينه کې د دوى حضور ته پام نه دى شوى."
يادې جهادي څېرې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، ترڅو له هغه حکومته ملاتړ وکړي، چې د هغه په وينا، ټول شموله حکومت وي او د ټولنې د ټولو قشرونو قناعت تر لاسه کړي.
د اوبو او برېښنا پخواني وزير ورته مهال ټينګار وکړ، چې له دغو خبرو يې موخه د سولې، امنيت او ثبات د ټينګښت راوستل دي او دغه څرګندونې د کومې څوکۍ او مقام تر لاسه کولو لپاره نه کوي.
ټاکل شوې، چې د حکومت ٢٥ نوماند وزيران او د ملي امنيت او مرکزي بانک مشران تر راتلونکو درېيو ورځو پورې د باور رايې اخيستو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
نوموړي، يو ځل بيا د تېرې اونۍ پر څرګندونو چې په راتلونکو دوو مياشتو کې يې په افغانستان کې د جګړې له پيله ويلي و، ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د راتلونکي کال پسرلى به د نويو ډلو په ځانګړي ډول د داعش له لوري نوې جګړه پيل شي.
درې ورځې وړاندې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد ويلي و، چې په فراه کې د داعش ډلې له شتون يې راپورونه تر لاسه کړي او امنيتي ځواکونه اوسمهال د دغو راپورونو د پلټنې په حال کې دي.
اسماعيل خان د دغې ناستې په پاى کې څرګنده کړه، چې په هېواد کې امنيتي وضعيت د خرابېدو په حال کې دى او د افغانستان اوسنى حکومت له يادې ډلې سره د مقابلې وړتيا نه لري.
پر دې سربېره دغه پخواني جهادي قوماندان څرګنده کړه، چې د دغو ګواښونو د له منځه وړو لپاره بايد خلک له خپل دولت سره ډېره مرسته وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.