Add new comment

Terrorists among 18 suspects held in Ghazni

غزنی، هرات (پژواک ١٦ مرغومى ٩٣): د هېواد د ملي امنيت لوى رياست ويلي، چې د غزني ولايتي شورا د يوې غړې د وژل کېدو او نورو ترهګريزو فعاليتونو او سړي تښتونو په تور يې ١٨ کسان نيولي دي.

د ملي امنيت د لوى رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کسان د يادې ادارې د موظفينو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوي دي.

ملي امنيت د يادو کسانو د نيول کېدو کره نېټه او ځاى نه دى څرګند کړى، خو ويلي يې دي چې د نيول شويو کسانو له ډلې يې ١١ کسان په ترهګريزو فعاليتونو او پاتې اوه نور يې د سړي تښتونې په پېښو کې لاس لري.

په ياده خبرپاڼه کې زياته شوې : " يادو کسانو د ترهګريزو بريدونو په طرحه کولو، د سړک غاړې د ماين خښولو، د غزني د ولايتي شورا د غړې مېرمن ذکيه رحيمي په ګډون د دولتي کسانو په ترور، د ملي اردو د يوه افسر، د غزني د ښاروالۍ د يوه کارکوونکي او د سړي تښتونې په يو شمېر نورو پېښو کې لاس درلود."

ويل شوي، چې د دغو دوو ډلو په نيول کېدو سره به په غزني کې د جرمونو کچه راټيټه شي.

د غزني د ملي امنيت رييس علي احمد مبارز پژواک ته وويل، چې دغه کسان د وروستيو درېيو ورځو په ترڅ کې نيول شوي دي.

هغه څرګنده کړه، چې دغو تورنو کسانو له بې اوازه تومانچې څخه په ګټې د خپلې موخې کسان ترور کول.

ورته مهال د هرات امنيه قوماندانۍ هم په دغه ولايت کې له جنايي جرمونو سره په مبارزې کې د پوليسو د فعاليتونو راپور وړاندې کړى دى.

د هرات د جنايي څېړنو مدير سيدګل اغا هاشمي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په دغه ولايت کې د تېرو نهو مياشتو په ترڅ کې د سړي تښتونې، قتل، وسله والو غلاوو، د نشه يي توکو د قاچاق، جنسي تېريو او د جنايي او سياسي جرمونو ١٩٠٧ پېښې تر سره شوې دي.

د هغه په وينا، د هرات پوليس په دې توانېدلي چې په دغه موده کې ١٥٧٢ پېښې کشف او د قضيو په اړوند يې ٢٣٤٩ کسان ونيسي، چې د نيولو ترڅنګ يې له هغوى سره قانوني چلند کړى دى.

د هاشمي د معلوماتو له مخې، له يادې ډلې يې ٢١٩٨ تنه سړي او پاتې ١٥١ يې ښځې دي.

د پوليسو ياد چارواکي په دغه ولايت کې په تېرو څلورو مياشتو کې د جنايي پېښو له کمښت خبر ورکړ او ويې ويل، چې په دغه موده کې ٩٧٨ پېښې شوې، چې د تېر کال په ورته موده کې د ٧٩٩ پېښو په پرتله ډېر کموالى په ګوته کوي.

ولسمشر اشرف غني يوه اونۍ وړاندې هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت شا وخوا ٤٠ چارواکي چې د ١٥ ولسواليو امنيه قوماندانان هم په کې شامل وو، د فساد او د نا امنيو د ډېرېدو له امله له دندو ګوښه کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.