Add new comment

شورای ولایتی زابل دفترش را در آن ولایت مسدود کرد

کلات ( پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣ ) : د زابل د ولايتي شورا د امنيه قوماندان پر ضد د احتجاج په توګه خپل دفتر وتاړه.

د دې ولايت د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبری اژانس ته وويل چې د زابل د امنيه قوماندانۍ پوليس په فساد کې ښکېل دي او امينه قوماندان يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی .

نوموړي وايي چې څو ځله يې په خپله له امنيه قوماندان غلام سخي روغ لېوني او د کورنيو چارو وزارت سره يادې ستونزې شريکې کړې ، خو تر اوسه نه دي حل شوي او له دې وروسته دوى يې د زغمولو توان نه لري .

د هغه په وينا، د زابل د ولايتي شورا دفتر يې په احتجاجي ډول تړلى او له حکومت څخه غواړي چې امنيه قوماندان له خپلې دندې څخه لرې کړي، تر څو شته ستونزې هوارې کړي .

د ولايتي شورا رييس ، يو شمېر پوليس د مالي فساد تر څنګ په اخلاقي فساد هم تورن کړل او ويې ويل چې که حکومت د امنيه قوماندان پلوي کوي نو بل ولايت ته دې تبديل کړي .

بله خوا د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي چې له رييس سره موافق نه دي او دا پرېکړه په خپلسري توګه شوې ده .

د ولايتي شورا غړي عمرخان عمري پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا د رييس له پرېکړې سره همغږي نه دي او خپل کارونه به ونه ځنډوي .

نوموړي وايي چې دا احتجاج د شخصي ستونزو پر اساس شوی دی .
د ولايتی شورا مرستياله فوزيه يونسي کاکړ هم وايي چې امنيه قوماندان له قانونه خلاف کوم کار نه دی کړی، ځکه يې نو دوى د بدلېدو يا لرې کېدو پلوي نه کوي .

د ولايتي شورا يوه بله وکيله زر بي بي هم وايي چې د شورا د دفتر د تړل کېدو له پرېکړې خبره نه ده .

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونى هم پر ده لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د شخصي ستونزو له امله ورته دسيسې جوړېږي .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د ده استعفا يا لرې کېدل د ولايتي شورا په صلاحيت کې نه دي او تر هغه چې د وزارت له خوا پر دغه دنده وي ، نو خپلې دندې ته به دوام ورکوي. روغ لېونی وايي چې د زابل د پوليسو په ليکو کې د فساد تورونه نه ردوي خو په خبره يې چې عاملينو ته يې سزا ورکړې ده .

امنيه قوماندان د ولايتي شورا د غړو د لاريون د ګواښ په اړه وويل چې امنيتي حالات د مظاهرې لپاره مناسب نه دي ، ځکه د وسله والو مخالفينو د بريدونو په اړه يې راپورونه تر لاسه کړي او چاته به د لاريون اجازه ورنه کړي.

خو کله چې دغه خبر خپرېده، نو د زابل د ولايتي شورا رييس له سلګونو خلکو سره په کلات ښار کې پر لاريون لاس پورې کړى و.
د زابل د ولايتي شورا او امنيه قوماندان تر منځ په داسې حال کې يو پر بل تورونه لګول شوي چې تېره ورځ ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت په امر چاودنه کې يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.