Add new comment

MPs 'skip' memorial service for Sangin victims

لښکرګاه (پژواک ۱۲لېندۍ ۹۲) له ولسي جرګې څخه هلمند ته  راغلي پلاوي له امنيتي وېرې د سنګين د پېښې له قر بانيانو  سره  د غمرازۍ غونډه کې چې سلګونه خلک پکې راټول شوي وو،  له ګډون څخه ډډه وکړه.
وړمه شپه (د مرغومي لسمه) د سنګين ولسوالۍ د ميان رودي د سيمې په يوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال، راکټي بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢١ تنه  ووژل شول او تر ٥٠ زيات ژوبل شوي دي، چې په مړو او ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دي.
د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه بريد د ملي اردو سرتېرو کړى او په غبرګون کې يې پرون په لښکرګاه ښار کې لاريون  کړى   او نن يې د ولايت مخې ته  د اعتراض په توګه خېمه وهلې ده.
په ولسي جرګې د هلمند د وکيلانو په ګډون يو شمېر وکيلان د مرغومي په ١٢مه، لښکرګاه ته راغلي وو، خو دغه پلاوي په هغه غونډه کې د امنيتي وېرې ګډون ونه کړ، چې د سنګين د پېښې د قربانيانو په ياد کې جوړه شوې وه.
ياد پلاوى په روغتون کې د ټپيانو تر پوښتنې وروسته نېغ په نېغه د ولايتي شورا دفتر ته ولاړل.
پژواک هڅه وکړه، چې د پلاوي د کوم غړي نظر واخلي، خو هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.
د سنګين د خلکو يو تن قومي مشر ډګروال عبدالصمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل هغه پلاوی چی دولايت په دېوالو کې پټ ناست دی ، له وېرې د قربانيانو له کورنيو او سلګونو کسانو سره چې دلته راټول شوي، نه شي کتلى .
هغه زياته کړه : (( هغوى چې زموږ په غم کې شرکت نه شي کولى، موږ يې هم نه غواړو.))
يادې غونډې ته پخپله وينا کې قومي مشر شمس الله صحرايي وويل چې دولت ددوی په حق کې ظلم کوي، لسګونه کسان  په سنګين کې ووژل شول، خو مسئولينو يې جدي پوښتنه ونه کړه.
دده  په وينا، هغه پلاوی چې دولسي جرګي څخه هلمند ته  راغلی، ددوی ستونزه نه شي هوارولی او نه  يي هم دوی ترې د مرستې هيله لري.
د سيف الدين  سنګين وال په نوم يو تن ګډونوال پژواک ته وويل  چې په ملي اردو کې يو شمېر داسې کسان  شته چې نا امنۍ ته لمن وهي او تر دې پېښې وړاندې يې هم پر ملکي خلکو  بريدونه کړي او مرګ  ژوبله يې اړولې ده.
د هغه په وينا، يادې پېښې ته  راغلي پلاوي، له دې وېرې چې امنيتي پېښه رامنځته نه شي، غونډې ته رانغلل، له دې امله دوی يواځې  په رسنيو تکيه کوي چې غوښتني تر مرکزه ورسوي او ولسمشر پرې خبر کړي.
د سنګين په پېښه کې د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي حاجي عبدالرازق وويل:(( له خدايه مې غوښتي چې د والي،  ولسمشر او نورو ټولو مسئولينو کورنۍ هم  دسنګين د خلکو په ډول په غم کې ډوب شي ، څو دغه درد درک کړي.))
تر دې مخکې د هلمند د والي مرستيال او وياند پژواک ته ويلي وو، چې په ياده پېښه کې د ملي اردو سرتېري لاس لري او په دې تور يې شپږ کسان نيولي دي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني هم ديادې پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى هلمند ته لېږدلى دى.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.