کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): د مشرانو جرګې ځينې غړي په هېواد کې د نفتي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي او وايي چې له نړيوالو بازارونو سره سم بايد په هېواد کې هم د نفتي توکو بيې ټيټې شوې واى.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په دې جرګه کې د باميانو استازي هدايت رهايي وويل چې د نړۍ په ټولو بازارونو کې د نفتي توکو بيې د پخوا په پرتله څو برابره را ټيټې شوې دي.
خو هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې اوس هم نفتي توکي په پخواني نرخ پلورل کېږي او د الوتکو او موټرو په کرايه کې هم بدلون نه دى راغلى.))
په ياده جرګه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل هم وايي چې د نړيوالو بازارونو خلاف په افغانستان کې نفتي مواد په لوړه بيه پلورل کېږي.
هغه زياته کړه: ((په ټوله دنيا کې تېل ارزانه شوي خو په افغانستان کې اوس هم هماغه بې کيفيته تېل په لوړه بيه خرڅېږي، د دغه کار مخه بايد ونيول شي.))
خو د يادې جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مشر محمدالدين همدرد وايي چې په افغانستان کې ځکه د نفتي توکو بيه نه ده ټيټه شوې چې ځيني مافيايي کړۍ د نفتي توکو احتکار کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ بايد د دولتي تصديو ملاتړ وکړو تر څو يوه ځانګړې بوديجه پيدا کړي او وکولاى شي چې په دوراني ډول په بازار کې د احتکار او انحصار مخه ونيسي.))
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل چې د نفتي توکو د لوړوالي په برخه کې شکايتونه شتون لري؛ ځکه چې په ټوله نړۍ کې د نفتي توکو بيې ټيټي شوې خو په افغانستان کې يي اوس هم نرخ لوړ دى.
هغه د مشرانو جرګې د اقتصاد کمېسيون ته دنده ورکړه چې د اړوندې موضوع په اړه له سوداګرۍ وزارت او د نفتي توکو له رياست سره خبرې وکړي او پايله يې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د لړم مياشتې په لومړيو کې په هېواد کې د يو لېتر پټرولو بيه ٦٢ افغانۍ او د يو لېتر ډېزلو بيه ٦٠ افغانۍ وه خو اوس د پټرولو بيه ٥٦ او د ډېزلو ٥٣ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
د مشرانو جرګې غړي داسې مهال د تېلو پر لوړې بيه نيوکه کوي چې په اسيا او اروپا کې نن د يو بېرل خامو تېلو بيه ٥٨ امريکايي ډالره ده، خو په امريکايي بازارونو کې يې بيه بيا ٥٤ ډالره ده.
نړيوال شنونکي وايي چې له ٢٠٠٩ زېږديز کال وروسته د تېلو بيه د لومړي ځل لپاره دې کچې ته راټيټه شوې ده.
دوى د تېلو د بيو د ټيټېدو لامل د تېلو کمه تقاضا، خو عرضه يې زياته بولي او وايي چې چين د نړۍ دويم پياوړى اقتصادي هېوا دى، خو په دې وروستيو کې د چين د فابريکو د توليداتو کچه را ټيټه شوې او ورسره د تېلو تقاضا هم کمه شوې ده.
نړيوال اقتصاد پوهان وايي چې په امريکا کې هم د تېلو پيداوار سخت زيات شوى او په اروپا کې اقتصادي وده کمه شوې ده نو په نږدې راتلونکي کې د دې امکان کم دى چې د تېلو بيې دې بېرته لوړې شي.
بلخوا د تېلو پيدا کوونکو هېوادونو سازمان (اوپيک) اعلان کړى چې د تېلو د بيو له ټيټېدو سره سره به دوى د تېلو توليد کم نه کړي او د پخوا په څېر به زيات توليد ته ادامه ورکوي.