Add new comment

 "امريکايي پوځيانو د لوګر د بريد له امله بښنه غوښتې"

پل علم (پژواک ٦ مرغومى ٩٣): د لوګر د ولايتي شورا رييس وايي، په دې ولايت کې د امريکايي سرتېرو قوماندان پر ملکي وګړو د هوايي بريد له امله بښنه غوښتې ده.

وړمه شپه د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د اب چوش په سيمه کې د امريکايي پوځيانو په هوايي بريد کې، لسو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې غبرګونه يې راوپارول.

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې پېښې وروسته ولايتي چارواکو، په لوګر کې د امريکايي پوځيانو قوماندان او د قرباني کورنيو غړو غونډه درلوده.

ده وويل، د ٢٠٣ تندر قول اردو په څلورمې لوا کې د دې غونډې پر مهال امريکايي قوماندان د دې بريد له امله بښنه وغوښته او وىې ويل، د هوايي بريد په تړاو ورته ناسم معلوم رسېدلي وو، کوردينات غلط ورکړل شوي وو؛ ځکه دا پېښه رامنځ ته شوه چې تر دې وروسته به نه تکرارېري.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي پژواک ته وويل، چې د دې غوندې په وروستيو کې ورغلى و او امريکايي سرتېرو له ځايي خلکو او د شورا له غړو سره خبرې کړې وې.

هغه وويل چې د غونډې په وروستۍ برخه کې امريکايي سرتېرو ومنله، چې ناسم معلومات ورکړل شوي و، چې په سيمه کې وسله وال طالبان شته دي.

ده يادونه وکړه، که څه هم په ياده پېښه کې د لسو کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شوي، خو تازه معلومات ښي، چې درې ملکي وګړي په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم پژواک ته وويل، لومړنى څېړنې ښيي، چې کشفي معلومات د امنيتي ادارو له لوري تاييد شوي وو.

هغه په دې تړاو نور څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه چې په دقيقه توګه په دې بريد کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسوال دا هم وويل چې امريکايي سرتېري په دې خبرو وو، چې په سيمې کې ملکي وګړي اوسېږي.

په کابل کې د ايساف قوماندانۍ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، چې د يادې پېښې له امله يې بښنه غوښتې که نه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.