Add new comment

Kandahar PC condemns attacks on Dangam

کندهار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): د کندهار ولايتي شورا په خپله نوبتي غونډه کې د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالۍ د وسله والو بريدونه وغندل او له حکومته يې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکو د شمېر زياتولو غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا د غونډې يوه برخه همدې موضوع ته ځانګړې شوې وه چې په ترڅ کې يې د پېښې د قربانيانو ارواوو ته دعا هم وشوه.
د کندهار د ولايتي شورا يوه غړي نعمت الله وفا وويل، سلګونو وسله والو چې ډېرى يې پاکستانيان دي، د دانګام پر هغو بې وسو وګړو وسله وال بريد کړى چې د هغوى د ظلمونو او ناروا کړنو پر وړاندې درېدلي دي.
هغه د وسله والو له خوا په دغه بريد کې د خلکو د کورونو د سوځولو پېښې دردوونکې وګڼلې او دا يې د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف کار وباله.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په کونړ ولايت کې دې د امنيتي ځواکونو شمېر ډېر کړي، تر څو هم د دغو وسله والو او هم د پاکستان د توغنديزو بريدونو مخنيوى وکړي.
د ولايتي شورا نورو غړو هم په ورته توګه د دغو بريدونو غندنه وکړه او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې دې د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لپاره خپلې هڅې چټکې او پراخې کړي.
پر دانګام د وسله والو د بريدونو غندنه داسې مهال کېږي چې په ټول هېواد کې ناامني او د وسله والو بريدونه ډېر شوي دي.
په همدې تړاو د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي دفاع وزارت سرپرست عنايت الله نظري، د کورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال محمدايوب سالنګي او د ملي امنيت سرپرست رحمت الله نبيل ور غوښتل شوي وو، تر څو په هېواد کې د وروستيو ناامنيو او د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د طالبانو د بريدونو په اړه معلومات ورکړي.
د ولسي جرګې غړو وويل چې په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې د ناامنيو کچه لوړه شوې او په امنيتي سکتورونو کې د پرديو جاسوسانو ځاى نيولى دى.
د جرګې غړو ويل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره پياوړې اراده نشته.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.