ښرنه (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٣): ولسمشر غني وايي، چې د سولې لپاره يې نړيواله اوضاع برابره کړې او هيله لري، چې مثبتې پايلې ته ورسېږي.
ولسمشر دا څرګندونې نن ( ليندۍ په ٢٥مه) پکتيکا ولايت ته د سفر پر مهال له چارواکو، مشرانو او د يحيی خېلو ولسوالۍ د بريد د قربانيانو د کورنيو له غړو سره په لېدنه کې وکړې.
نږدې درې اوونۍ مخکې په دې ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې تر ۶۰ زيات کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر ټپيان شوي وو.
ولسمشر غني په دغه غونډه کې د يحيی خېلو ولسوالۍ ياد بريد په سختو ټکو وغانده او دا ډول بريدونه يې غېر انساني او غېر اسلامي وبلل.
غني د ياد بريد د قربانيانو کورنيو ته پر تسليت سربېره، له هغوی سره د حکومت له لوري د پوره مرستو ژمنه هم وکړه.
ده زياته کړه د افغان سولې په تړاو يې نړيواله اوضاع برابره کړې او هيله لري، چې يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.
نوموړي وايي د سولې په اړه يې د ګاونډيو هېوادونو پر مشرانو سربېره د ځينو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې کړې دي.
ولسمشر ژمنه وکړه، چې د ښې حکومتوالۍ لپاره به د پکتيکا ولايت په رهبرۍ کې اساسي بدلون راولي، د ښرنې - ارګون سړک به په اساسي توګه جوړ کړي.
په ياده شوې غونډه کې د پکتيکا قومي مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې دې ولايت ته د خپلې توجه پر زياتولو سربېره دې د پاملرنې له مخې د ولايتونو تر منځ انډول وساتي.
له دې غونډه سره هم مهاله په ښرنه کې سلګونو ځايي اوسېدونکو د لاريون په ترڅ کې له ولسمشره وغوښتل، چې د دې ولايت ملکي او نظامي چارواکي له دندو ګوښه کړي.
يو تن لاريون کوونکي سميع الله پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې اوسني ناامني د ولايتي چارواکو د بې کفايتۍ، نا سالم مديريت او فساد له امله ده.
لاريون کوونکو چې د ولايتي چارواکو پر ضد يې شعارونه ورکول له ولسمشر څخه يې غوښتنه کوله، چې چارواکي نه يواځې له ندو يې لرې کړي، بلکې څارنوالۍ ته دې هم ور معرفي کړي.