Add new comment

2 Farah roads reopen after years of closure

فراه (پژواک،١٠لېندۍ۹۳): د ولايتي شورا د هڅو په پايله کې، د فراه ښار هغه دوه سړکونه د خلکو پر مخ پرانېستل شول، چې هره ورځ بايد زرګونه کسان پرې تګ راتګ وکړي.
د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د ولايت له څلورلارې تر ولايتي روغتون پورې سړک، شاوخوا درې کاله مخکې تړل شوى و او عامو خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.
دغه راز د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې د امنيه قوماندانۍ مخ ته تېر شوى سړک شاوخوا ٧ مياشتې مخکې د عامو خلکو د موټرو، موټرسايکلونو او بايسکلونو پر مخ تړل شوى و، خو پر دې سړک د عامو خلکو د پلي تګ مخنيوى نه کېده. 
د فراه د نوې ولایتی شورا مشر فرید بختور نن ( د لېندۍ لسمه ) پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د امنيه قوماندانۍ د مخې سړک د دې ولايت امنيه قوماندان ( مل پاسوال محمدرزاق يعقوبي ) او ياد بل سړک والي ( محمد عمر شېرزاد) د خپل امنيت د ټينګښت په موخه تړلي وو.
خو هغه وايي، چې د فراه ولايتي شورا د خلکو د غوښتنې پر بنسټ چارواکي اړ کړل، چې دغه سړکونه نن د خلکو پر مخ پرانيزي او پر سړکونو اېښودل شوې موانع لرې کړي.
هغه وويل، چې د دې سړکونو په پرانېستې سره زرګونو تنو ته پر دې سړکونو د تګ راتګ اسانتيا برابره شوه.
د فراه ښار اوسېدونکي، د يادو لارو په پرانېسته کې د ولايتي شورا هڅې ستايي او د يادو لارو د پرانېستې له امله خوښ دي.
د فراه د ښوونکو د ټولنې استازی او د شیخ ابو نصر فراهي لېسې استاد حمیدالله رحماني وايي، د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د يادې لارې په تړل کېدو سره عامو خلکو په تېره بيا زده کوونکو ته ستونزې پيدا شوې وې.
د هغه د معلوماتو له مخې، د فراه تر ټولو لویې لېسې (شیخ ابونصرفراهي)، د احمدشاه بابا عالي لېسې، د قسم اول ښوونځي، د روناخه لېسې، د فراه ولایت د پوهنې ریاست او ولایتی روغتون ته بايد پر همدې لاره تګ راتګ وشي.  
د رحماني په وينا، کله چې دا لاره بنده وه، يواځې اته زره زده کوونکي اړ وو، چې له نورو لارو ښوونځيو ته ولاړ شي او لاره يې  شاوخوا دوه کيلومتره اوږده شي.
په فراه کې د فساد پر وړاندی د مبارزی د ولسی کمېټی مشر ډاکټر محمد هاشم دانش، هم د خلکو پر مخ د  يادو سړکونو پر پرانېسته خوښ دى او وايي، چې د فراه والي او امنیه قوماندان د دی سړکونو په بندولو سره  زرګونو ښاریانو ته ستونزې جوړې کړې وې.
د هغه په وينا، د فراه عالی دارالمعلیمن، د محمد نادر ایوبي لېسې او د کرنې انسټیټوټ زرګونه زده کوونکي او زده کړیالان بايد هره ورځ له هغې لارې تېر شي، چې امنیه قوماندانۍ بنده کړې وه.
د ده په وينا، د هغو زده کوونکو او زده کړيالانو لاره شاوخوا يو نيم کيلومتر اوږدېده، چې پر موټرسايکل او بايسکل او يا هم په موټر کې د زده کړو يادو مرکزونو ته راتلل.
د هغه په اند، په ښار کې بايد د خلکو پر مخ لارې بندې نه شي، ځکه چې د لارو بندول د نورو ستونزو د راولاړولو تر څنګ، د خلکو پر روحيه هم منفي اغېز کوي.
ده وویل: "چارواکي چې د ځان د امنيت لپاره پر ځان کلاګانې راتاو کړي، نو د ولس امنیت به څوک ونیسی؟"
د يادو لارو پر پرانېستې د سيمې هټۍ وال هم خوښ دي.
نظر محمد، چې د ولایت مقام د مېلمستون ترڅنګ د جاوېد درملتون خاوند دى، وايي:" دوه کاله وړاندې چې دا لار د عامو خلکو پر مخ پرانېستې وه، ما د ورځې ٢٥٠ زره افغانی سودا کوله، خو کله چې لاره بنده شوه، سودا مې  ۴۵ زرو افغانیو ته راټیټه شوه او د سيمې ځينو دوکاندارانو خو به ځينې ورځې هېڅ پلور نه درلود."
دى وايي، په همدی سړک کې د فراه ولایتی روغتون هم شتون لری، چې بيړني ناروغان هم ورته راوړل کيږي.
د هغه په وينا، څه موده وړاندې يوې ښځې له دې امله د سړک پر غاړه ماشوم وزېږاوه، چې ياده لاره بنده وه او کله يې چې له نورو لارو روغتون ته د رسېدو هڅه کړې وه، لار ترې ورکه شوې وه.
نظرمحمد، د دې لارو په پرانېسته کې د ولايتي شورا هڅې ستايي او وايي چې که شورا  دې ته ورته خدمتونه وکړي، نو د خلکو پراخ ملاتړ به خپل کړي.
د فراه د والي وياند جواد افغان، وايي د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د ولايت له څلورلارې تر ولايتي روغتون پورې سړک ځکه د خلکو پر مخ تړل شوى و، چې د فراه د مقام د مېلمستون امنیت و ساتل شي.
د امنیه قوماندانی ویاند عبدالله پوپل وايي چې د امنیه قوماندانی پر سړک هم د امنيتي دلايلو له مخې نقليه وسايطو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.  
ياد دواړه ویاندویان وايي چې دا لارې د خلکو او د ولایتی شورا په غوښتنه د خلکو پر مخ پرانېستل شوې.
د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې د فراه محبس ته ورغلې درې لارې هم له یو کال راهیسې بندې دي او يواځې هغه کسان پرې تګ راتګ کولاى شي، چې د امنيتي ځواکونو اجازه ولري.
پوپل وايي، د محبس لاره له دې امله نه ده پرانېستل شوې، چې پرانېستل يې محبس ته ګواښ دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.