Add new comment

Oath ceremony for Kabul PC members cancelled

کابل(پژواک، ٢٠ لړم ٩٣): د معترضو نوماندانو اعتراض او لاريونونو د کابل ولايتي شورا د نوو غړو د لوړې مراسم تر راتلونکې دوشنبې پورې وځنډول.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ولايتي شوراګانو معترض نوماندان ګواښ کوي تر څو يې چې غوښتنې نه وي منل شوې ؛ ددغو مراسمو تر سره کېدو ته به اجازه ورنه کړي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه تر سره شوې، خو پايلې يې شاوخوا اوه مياشتې وروسته اعلان شوې. د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي وايي چې د ټاکنو په پايلو کې ځنډ د پراخه ټاکنيزو درغليو د څېړنې په سبب رامنځته شوى دى.

په ورته وخت کې په مرکز او ځينو ولايتونو کې معترضو نوماندان دغه پايلې نه مني او د ټاکنيزو کمېسيونونو مشران د ټاکنو په پايلو کې په درغلۍ تورنوي.

ټاکل شوې وه چې د کابل ولايتي شورا د نوو غړو د لوړې مراسم نن تر سره شي، خو يو شمېر معترضو نوماندانو او د هغوى شاوخوا درې سوه پلويانو د کابل ولايت په مخکې لاريون وکړ.

ددغه لاريون په سبب د لوړې مراسم ګډوډ شول او بريالي نوماند واقف الله روحاني له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ولايت د سرپرست عبدالجبار تقوا په غوښتنه او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره د لوړې مراسم تر راتلونکې دوشنبې و ځنډېدل.

هغه زياته کړه چې بريالي نوماندان د ولايتي شورا نوي غړي دي، ځکه چې تېره ورځ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه اعتبار پاڼه تر لاسه کړې ده.

خو معترض نوماندان ټينګار کوي چې د ټاکنو په پايلو کې درغلي شوې او بايد وڅېړل شي.

يوه بل معترض نوماندان سيدکمال کټوازي پژواک ته وويل چې په ټاکنو اوپايلو کې يې درغلي شوې او اسناد يې هم د معترضو نوماندانو سره شته دي. نوموړي د حق خوړلو څخه دمخنيوي لپاره د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه وکړه.

دهغه په خبره، که چېرته د درغليو په اړه ددوى کړې ادعا ناسمه ثابته شي، د مجازاتو لپاره حاضر دي، له دې پرته که چېرته د دوى وينې هم تويې شي، نو اجازه نه ورکوي((هغه کسان چې په درغليو بريالي اعلان شوي)) د خلکو داستازو په نوم د لوړې مراسم تر سره کړي.

يوه بل معترض نوماند رفيع الله ګل افغان چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په لومړنيو پايلو کې بريالى او له وروستي لېست يې نوم اېستل شوى، وويل چې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د فساد په اړه اسناد په واک کې لري.

هغه زياته کړه چې ولسمشر او د حکومت اجرايي رييس له فساد سره به جدي مبارزه کوي، خو تر اوسه يې د معترضو نوماندانو غږ نه دى اورېدلى.

هغه هم وويل چې معترض نوماندان به تر هغه وخته پورې چې غوښتنو ته يې ځواب نه وي ويل شوى، خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي او ددې اجازه به ورنه کړي چې د لوړې مراسم تر سره شي.

د ګل افغان په خبره، که چېرته د نوماندانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، نو هېواد به له ناورين سره مخ شي او مسووليت به د ولسمشر او نورو اړوندو چارواکو پر غاړه وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.