Add new comment

درې ولايتونو د مشرانو جرګې لپاره خپل استازي وټاکل

جلال اباد،زابل ،سرپل (پژواک ١٩ لړم ٩٣): د ننګرهار ، زابل او سرپل د ولايتي شوراګانو غړو د مشرانو جرګې لپاره د خپل يوه غړي د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره کړې.

د ننګرهار له ولايتي شورا څخه پخواني سناتور لطف الله بابا مشرانو جرګې ته لاره پيدا کړه.

د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر خواجه پژواک خبري اژانس ته وويل،وکيلانو د مشرانو جرګې د يوې څوکۍ لپاره ټاکنې وکړې ، دوه تنه حاجي لطف الله بابا او لعل محمد درانى ورته کاندېدان وو، چې لطف الله بابا د ١٢ رايو په اخيستو بريالى اعلان شو.

د ده په خبره، چې د جرګې د دويمې څوکۍ لپاره دوى د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرکزي دفتر په انتظار دي او هر کله چې هغوى ورته امر وکړ دوى به تصميم ونيسي.

مشرانو جرګې ته ټاکل شوي حاجي لطف الله بابا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى به له تېرې دورې څخه څوبرابره هڅه کوي، څو ډېر کار ترسره کړي.

دغه راز د زابل د ولايتي شورا غړو هم د ټاکنو له لارې مشرانو جرګې ته خپل يو استازی وټاکه.

هغه غونډه چې په همدې تړاو نن د ولايت مقام په مېلمستون کې جوړه شوې وه، په کې د دې ولايت يو شمې چارواکو او د ولايتي شورا غړو برخه لرله.

د زابل د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمد هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وويل ، د ټاکنو په پايلو کې ډاکټر زلمي زابلي مشرانو جرګې ته لاره پيدا کړه.

زابلي ژمنه وکړه ، ټولې هغه ژمنې به پوره کوي چې د ټاکنيزو مبارزو پر مهال يې له خلکو سره کړې دي.

د يوه بل خبر له مخې، د سرپل د ولايتي شورا غړو هم د مشرانو جرګې د يوې څوکې لپاره د خپل استازي د غوره کولو په موخه ټاکنې ترسره کړې.

د دې څوکې لپاره دوه تنو وکيلانو محمدعظيم قوياش او معصومې ځانونه نومولي وو، چې قوياش د ١٢ رايو په خپلولو سره بريالى اعلان شو .

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.