Add new comment

نور: کمېسيون د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې درغلي کړې

مزارشريف (پژواک ١٨ لړم٩٣): د بلخ سرپرست والي وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې درغلۍ کړې دي.

عطامحمدنور دا څرګندونې د لړم په ۱۸مه،د بلخ ولايت مقام کې د ولايتي شورا د وکيلانو د لوړې د مراسمو په وياړ غونډه کې وکړې.

نور، چې د جميعت ګوند اجراييوي رياست مسووليت هم لري، وويل چې د ټاکنو کمېسيون د هېواد په کچه د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ميليونونه افغانۍ رشوت واخيست، خيانت يې وکړ او په ښکاره يې د چا رايې ښکته او د چا يې پورته کړې.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسونونو يواځې د ولسمشريزو ټاکنو په دواړو پړاونو کې نه بلکې د هېواد په کچه د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې هم ښکاره درغلي وکړه.

د هغه په وينا : (( په دغو کمېسيونونو کې رشوت خورې، ماديت پلوې، خاينې او غلې څېرې يوځای شوې وې، چې هر څه يې له لاسه کېدل ويې کړل.))

نور وويل، چې دا هر څه ملت او حکومت ته پرېږدي، چې د ټاکنو د کمېسيون پر وړاندې څه حکم کوي.

خو نوموړي زياته کړه، چې لا هم ملت د ټاکنو د کمېسيونونو له خوا دردمن دی او داسې ورځ به راځي، چې دوی به محکمه کېږي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې افسوس ښکاره کړ، چې بايد د ملي وحدت د حکومت پر ځای د رايو د سمې شمېرنې له مخې حکومت رامنځ ته شوی وای؛ خو په شته حالاتو کې يې د ملي وحدت حکومت هم د هېواد په خير وګاڼه.

خو د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې د بلخ د سرپرست والي څرګندونې بې بنسټه وبللې.

نوموړي زياته کړه، چې په شويو ټاکنو کې درغلي نه ردوی؛ خو وايي چې د ټاکنو کمېسيون کې د داسې کسانو له شتون څخه معلومات نه لري، چې عطا محمد نور يې يادونه وکړه.

د هغه په وينا، په ټاکنو کې د شوو درغليو يو لامل د زورواکو لاسوهنه وه، چې بلخ يې هم يو له هغو ولايتونو وباله، چې په ټاکنو کې يې زورواکو لاسوهنه کوله.

د بلخ سرپرست والي نور، د خپلو په ترڅ کې د ولايتي شورا په نويو وکيلانو غږ وکړ، چې د قومي پلو کړنو تر اغېز لاندې رانشي د ټولو لپاره کار وکړي او د افغانستان د خونديتوب په فکر کې شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.