ترينکوټ،پل علم،ايبک (پژواک ۱۸ لړم ۹۳ ):د لوګر،اروزګان او سمنګان د ولايتي شورا نوو غړو د ښې حکتوالې لپاره د هڅو او اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې ژمنه وکړه.
د ولايتي شورا دې غړو دا ژمنې نن د لړم په ١٨ مه په يادو بېلابېلو ولايتونو کې د لوړې د مراسمو پر مهال وکړې.
د لوګر د ولايتي شورا غړو د لوړې د مراسمو پر مهال يوه وسله وال د ولايت مقام دروازه کې د لاسي بم چاودنه وکړه، درې پوليس په کې ټپيان شول او بريد کوونکى ونيول شو.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوړې مراسم د ولايت په مقام کې و او ياده پېښه کابو ١١ بجې رامنځ ته شوه.
هغه وويل، بريدګر د لاسي بم تر غورځولو وروسته هڅه کوله چې د ولايت مقام ته ننوځي او د ورسره تومانچې په وسيله د لوړې مراسم کډوډ کړي؛خو ونيول شو.
د لوړې په دې مراسمو کې د دې ولايت يو شمېر چارواکو او پخوانيو وکيلانو برخه لرله.
د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري برياليو وکيلانو ته د مبارکۍ تر څنګ ژمنه وکړه، چې له دوى سره به يو ځاى د ښې حکومتوالۍ لپاره کار وکړي؟
د ولايتي شورا نوې غړې هما احمدي د وکيلانو په استازولۍ وويل، چې هڅه به وکړي څو له ولايتي ادارې سره ښه همکاري ولري او د اداري فساد مخه به ونيسي.
هغې وويل،د ټاکنېزو کمپاينونو پر مهال يې له ولسونو سره د همکاريو او ښې حکومتوالۍ ژمنې کړي، چې په وينا يې عملي به يې کړي.
دغه راز د اروزګان ولايت سرپرست والي امان الله تيموري وويل، چې نن د دې ولايت د ولايتي شورا د غړو د لوړې مراسم ترسره کړل.
هغه وويل چې د دې ولايت ولايتي شورا نهه څوکۍ لري.
په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي د وکيلانو د لوړې د مراسمو په غونډه کې له نوو وکيلانو وغوښتل چې هڅه وکړي خپلو خلکو ته ښه خدمت وکړي.
د نوو غړو په استازيتوب محمد حنيف حنيفي خبرې وکړې او ويې ويل چې د ښې حکتوالۍ لپاره به هڅې وکړي.
د يوه بل خبر له مخې، د سمنګان د ولايتي شورا نهو تنو غړو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
د دې ولايت د ټاکڼو کمېسيون رييس احمدشاه واحدي وايي، چې د لوړې دا مراسم د ولايت په مقام کې ترسره شول.
د ولايتي شورا نوي غړي سيدصفي الله هاشمي د وکيلانو په استازيتوب خبرې وکړې او زياته يې کړه ،چې د ملي وحدت حکومت سره به ښه همکاري ولري.