Add new comment

Failed PC runners block Kabul-North road

پلخمري (پژواک ١٨ لړم ٩٣): بغلان ولايت کې د ولايتي شورا معترضو کانديدانو او د هغوى پلويانو د کابل-شمال لار له درې ساعتونو تړلو وروسته پرانيستې، خو د ټاکنو کمېسيون دروازې ته يې قلف اچولى دى.

لاريون کوونکو، چې شمېر يې شاوخوا دوه سوه تنو ته رسېده، نن له غرمې وروسته ١:٣٠ بجه د پلخمري له چوک څخه د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر پر لوري حرکت وکړ او له ځانونو سره يې د ټاکنو خپلواک او شکايتونو کمېسيونونو د مشرانو چليپا شوي عکسونه هم لېږدول.

معترضو کانديدانو دواړه کمېسيونونه په درغلۍ او والي په بې کفايتۍ تورن کړ او د کابل-شمال لارې يې، چې تر ١:٣٠ بجې پورې تړلې وه، پرانيستې خو په غبرګون کې يې د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون دروازې ته قلف اچولى دى.

د ولايتي شورا يوه ناکام کانديد نورالله رياضت وويل، له ټاکنيزو کمېسيونونو يې هيله درلوده چې د دوى شکايتونو ته به لاسرسى وکړي او درغلۍ کوونکو نوماندان به ولايتي شورا ته ترې لاره ونه مومي، خو دواړو کمېسيونونو درغلۍ کړي او پاکې او ناپاکې رايې يې نه دي سره جلا کړي.

هغه زياته کړه: " موږ غواړو چې د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي محکمې ته کش کړل شي."

رياضت ادعا وکړه، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو ويلي چې که د برياليو نوماندانو په اړه د درغلۍ اسناد تر لاسه کړي نو هغوى به له نوملړه لرې کړي، خو دغه موضوع يې نه ده څېړلې.

د معترضو نوماندانو يوه پلوي محمد ناظر چې په دغه لاريون کې يې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په صندوقونو کې خپلې پاکې رايې اچولي او هيله يې درلوده چې په ټاکنو کې به درغلۍ نه کېږي، خو اوس چا چې ډېرې رايې تر لاسه کړې نو ناکام شوي او درغلۍ کوونکي نوماندان بريالي شوي دي.

خو د بغلان د ټاکنو کمېسيون مشر محمدامان حبيبي وويل، چې دوى کابل کې د شکايتونو کمېسيون مرکزي دفتر ته د معترضو نوماندانو ټول شکايتونه لېږلي و او کمېسيون د شکايتونو له څېړلو وورسته د يوې ښځې په ګډون درې نوماندان وروستي نوملړ کې شامل کړي او د لومړي نوملړ درې نوماندان يې ترې ايستلي دي.

په دغه ولايت کې، ولايتي شورا ته ١٥٥ کسانو ځانونه کانديد کړي وو، چې له دې ډلې يې د درېيو ښځو په ګډون پنځلس کسانو ولايتي شورا ته لاره موندلې ده.

حبيبي زياته کړه، چې د ولايتي شورا نوماندانو د لوړې مراسم پرون د ولايت په مقام کې د کمېسيون له خبرولو پرته تر سره شوي او کمېسيون اړ و، چې نوماندانو ته باورليکونه ورکړي.

خو د بغلان د والي وياند محمود حقمل وويل، چې د ولايت مقام د هغه مکتوب له مخې چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري استول شوى و، د نوماندانو د لوړې مراسم يې پر ځاى کړي او دا چې کمېسيون ځان بې خبره بولي، سمه نه ده.

د ولايتي شورا د نوماندانو لاريون، د کابل-شمال د لويې لارې د بندېدو لامل شوى او د درېيو ساعتونو لپاره د سړک دواړو لوريو ته سلګونه موټر ولاړ او لاره تړل شوې وه.

د ٣٠٣ موټر يوه مسافر جمال الدين وويل: " موږ په کابل کې د خپل ناروغ تداوي وکړه او اوس بيرته مزارشريف ته ځو، خو يو ساعت کېږې، چې لاره بنده ده."

هغه زياته کړه، چې د ولايتي شورا نوماندان لاره ولې تړي او په کوم بل ځاى کې ولې لاريون نه کوي، څو خلک ونه ځوريږي.

جمال الدين وويل، چې په دغه مسافر وړونکي موټر کې ماشومان او ښځې هم موجود دي او دې ته انتظار باسي چې دغه لار ژر تر ژره پرانيستل شي او خپلو کارونو ته لاسرسى وکړي.

تېره اونۍ د ولايتي شورا له نوملړ څخه ايستل شويو نوماندانو د ولسمشرۍ رياست مخې ته لاريون کړى و، چې په ترڅ کې يې د کابل او ولايتونو د ورودي دروازو د تړلو ګواښ هم کړى و.

د ولايتي شورا معترضو نوماندانو نن د لاريون په ترڅ کې د بغلان والي سلطان محمد عبادي هم په بې کفايتۍ تورن کړ او د هغه د لرې کولو غوښتنه يې کوله.

خو د والي وياند وويل، د والي کړنې ټولو ته څرګندې دي او د واليانو د لرې کولو او مقررولو چارې په حکومت پورې تړلې دي.

همدارنګه تېره اونۍ د مدني فعالانو په ګډون يو شمېر کسانو په پلخمري ښار کې لاريون کړى و او د بغلان د والي دفتر شا ته يې هغه ته يو ټنبل ليک اچولى و او د هغه د لرې کولو غوښتنه يې کړې وه.

خو د والي وياند وايي، چې دغه لاريون د يو شمېر هغو کسانو له لوري، چې شخصي غوښتنې لري، پر لارې اچول شوى او څارنوالۍ ته يې د هغوى د ور پېژندلو غوښتنه کړې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.