Add new comment

د لغمان او کاپيسا د ولايتي شوراګانو وکيلانو د لوړې مراسم ترسره شول

مهترلام ، محمود راقي ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : د لغمان او کاپيسا د ولايتي شوراګانو د نويو وکيلانو د لوړې مراسم ترسره شول.
د لغمان د ولايتي شورا وکيلانو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه او له ولس سره يې د خدمت ګولو ژمنه وکړه.
د لغمان مرستيال والي جمعيت الله حميدي په غونډه کې له نوې ولايتي شورا څخه غوښتنه وکړه چې دوى بايد له تېرې ولايتي شورا څخه ښه کار وکړي، تر څو په راتلونکي کې هم ولس ورته رايه ورکړي.
ده زياته کړه : (( نوې ولايتي شورا بايد د تېرې ولايتي شورا نيمګړتياوې په پام کې ونيسي او بيا دې کړنې وکړي.))
د مرستيال والي په خبره، چې تېرې ولايتي شورا هم ځينې نيمګړتياوې لرلې، خو بايد نوې ولايتي شورا هغه ستونزې تکرار نه کړي ،د ولس او حکومت تر منځ اړيکې لا غښتلې کړي.
قومي مشر حاجي شامرد خان  د لوړې په مراسمو کې له نوې ولايتي شورا څخه غوښتنه وکړه چې په کار ده داسې کارونه ترسره کړي چې ولس ته د تېرې ولايتي شورا ارمان ورنه شي.
ده زياته کړه چې که څه هم تېره ولايتي شورا تر ډېره بريده ښه او د ولس په خدمت کې يې شپه او ورځ هلې ځلې کړي، خو نوې ولايتي شورا بايد له هغې څو چنده ښه او په يو والي کار وکړي.
نوموړى وايي: (( تېره ولايتي شورا هم ښه وه، کار يې کړى خو نوې ولايتي شورا بايد له هغې ډېر کار وکړي او زموږ هيله هم همدا ده.))
د لغمان ولايت يوتن اوسېدونکي صاحب جان پژواک اژانس ته وويل چې دوى نوې ولايتي شورا ته ډېر هيله من  دي چې د خپلمنځي رقابتونو پر ځاى به ولس ته کار کوي.
د نوموړي په خبره ، چې ولايتي شورا بايد د لغمان د ټولو ولسونو ستونزې هوارې او د خپلو مسووليتونو او صلاحيتونو په چوکاټ کې يې د حل لارې چارې ولټوي.
د لغمان د پخوانۍ ولايتي شورا رييس او په نوې شورا کې بريالى وکيل مير حاتم تره خېل په غونډه کې دا ومنله چې په تېرې ولايتي شورا کې ځينې ستونزې وې، خو دوى به هڅه کوي چې په نوې ولايتي شورا کې تېرې ستونزې تکرار نه کړي.
دى وايي، نوې ولايتي شورا ته ځکه دېر هيله من دى ، چې نوي بريالي شوي وکيلان ټول ځوانان دي او د کار کولو ډېره انرژي لري.
ياده دې وي چې د لغمان ولايتي شورا د دوو ښځو په ګډون ٩ وکيلان لري ، چې له يادو کسانو څخه يې پنځه تنه پخواني بريالي شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د کاپيسا د ولايتي شورا د نويو غړو هم نن د لوړې مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې والي جنرال محراب الدين ساپي، د کاپيسا ځينې امنيتي چارواکو، ديني عالمانو، مجاهدينو او د کاپيسا قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د کاپيسا د ټاکنو  د خپلواک کمېسېون رييس نور محمد حنيفي وويل چې په راتلونکې اونۍ کې به د سنا يا مشرانو جرګې لپاره ټاکنې تر سره شي ، چې دا ځل به دوه تنه د مشرانو جرګې ته معرفي کېږي او بيا به د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې تر سره شي.
د کاپيسا والي وويل  چې ولايتي شورا د ولايت په کچه په بيا رغونې او نورو برخو کې ښه رول لوبولی او د ولايت په بېلابېلو برخو کې يې له حکومتي چارواکو سره په ګډه ستونزې حل کړي   او له نويو کسانو څخه يې هم غوښتنه وکړه چې په هره مسئله کې دې د ولس ګټو ته ژمن پاتې شي.
د غونډې پر مهال د کاپيسا د ولايتي شورا پخواني رييس چې دا ځل هم په ټاکنو کې بريالی شوی وويل: (( دا ځل د نوې ټيم په راتګ سره بيا هم خپل ولس ته ډاډ ورکوم ، کومې ژمنې چې مې له  خلکو سره کړې دي، هغه به پر ځای کوم.))
مشرانوجرګې ته د دوو تنو تر معرفي کولو وروسته د کاپيسا ولايتي شورا ٩ غړي لري، چې دوه يې ښځې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.