Add new comment

نورستانى : ازاصلاحات قانونى درکميسيون انتخابات استقبال ميکنيم

کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وايي، چې ملي شورا څارنوالۍ ته د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو د ور پېژندنې او د دوى د لرې کولو د غوښتنې واک نه لري.

ولسي جرګې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستانى نن د ولايتي شوراګانو د وروستيو پايلو د اعلان په اړه د ځواب ويلو په موخه دغې جرګې ته غوښتى و، خو نوموړى جرګې ته حاضر نه شو او د ځواب ويلو لپاره يې خپل مرستيال عبدالرحمن هوتکي لېږلى و، خو هغه د جرګې له لوري ونه منل شو.

د ولسي جرګې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ولسمشر اشرف غني بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو د مشرانو د نه حاضرېدو په اړه دوى ته ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده، چې مشرانو جرګې په دې وروستيو کې پرېکړه کړې چې د ټاکنيزو کمېسيونونو غړي څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر، د ملي شورا د دغه ګام په ځواب کې وويل: " ملي شورا د قانون له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړو د رابللو واک نه لري او همدارنګه دا حق نه لري چې د ټاکنو کمېسيون د غړو د لرې کولو غوښتنه وکړي او يا هم هغوى څارنوالۍ ته معرفي کړي."

نورستاني ادعا وکړه، په ملي شورا کې يو شمېر داسې کسان موجود دي چې خپله په ټاکنو کې په درغلۍ او فساد ککړ دي، چې بايد د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري ترې څېړنې وشي.

نورستاني په دې اړه د چا نوم په ډاګه نه کړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، په کمېسيون کې له هر ډول قانوني اصلاحاتو هرکلى کوي، هيڅوک هم له قانون پورته نه دي او دغه کمېسيون د ملي شورا په ګډون د ټولو بنسټونو د اصلاح غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت چې اوسمهال له هېواد بهر دى، د مشرانو جرګې له لوري د ټاکنيزو کمېسيونونو د چارواکو حاضرول د يادې جرګې له واکونو لوړ کار بولي او وايي، که چېرې په کابل کې هم واى ،نو دغې پرېکړې ته به يې غاړه نه واى اېښى.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر، د ملي شورا د ټاکنو په اړه له چمتووالي خبر ورکړ او ويې ويل، چې د دغو ټاکنو د مهالوېش په اړه کار روان دى، چې په راتلونکې اونۍ کې به اعلان شي.

هغه زياته کړه، چې مرسته کوونکي هېوادونه او بنسټونه هم د ملي شورا ټاکنو د تمويل په اړه له چمتووالي خبر ورکړى دى.

نورستاني د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د ملي شورا ټاکنې به هم د ولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په څېر له ډېر ځنډ او ګواښونو سره مخ وي؟ وويل: " تر هغه وخته پورې چې کره احصايه شتون ونه لري او برېښنايي تذکرې ونه وېشل شي نو ټاکنې به له ستونزو سره مخ وي او که هر څوک کمېسيون ته راولو نو دغه ستونزې به موجودې وي."

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.