Add new comment

Losers warn of blocking Kabul roads

کابل(پژواک، ١٤ لړم ٩٣): د ولايتي شوراګانو حذف شوو کانديدانو د ولسمشرۍ رياست پر وړاندې لاريون وکړ او ګواښ يې کاوه چې د کابل او ولايتونو ورودي دروازې به بندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو ټاکنې له شاوخوا اوه مياشتې انتظار وروسته د روان کال د لړم مياشتې په اومه اعلان کړې.

د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون شاوخوا ٢٦٠٠ تنو سيالي وکړه چې له دې ډلې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنو د ټول هېواد په کچه ولايتي شوراګانو ته لاره پيدا کړه.

د کابل او نورو ولايتونو سلګونه حذف شوي کانديدان له خپلو پلويانو سره د پښتونستان څلورلارې څنډې ته راټول شوي وو او له حکومت يې وغوښتل چې د برياليو کانديدانو د لوړې مراسم دې نه تر سره کېږي.

دوى د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په درغليو او رشوت اخيستو تورن کړ او د درغلګرو لپاره يې د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ولايتي شورا حذف شوي کانديد رفيع الله ګل افغان وويل چې دواړو ټاکنيز کمېسيونونو د خلکو له رايو سره خيانت کړى، پيسې يې اخيستي او ځينې کانديدان يې کامياب کړي دي.

هغه زياته کړه:((موږ اسناد لرو او له حکومت نه غواړو چې يوه ځانګړې محکمه جوړه کړي، څو ټاکنيز درغلګر محاکمه شي او د حذف شوو نوماندانو ستونزې وڅېړل شي.))

ګل افغان ګواښ وکړ که چېرته د دوى ستونزې حل نه شي ، امکان لري چې د دوى لاريونونه تاوتريخوالي ته را وکاږل شي، د کابل ښار او ولايتونو وردوي دروازې بندې کړي.

د پکتيکا ولايت د ولايتي شورا کانديد سيد کمال کټوازي هم ادعا وکړه، چې د برياليو کانديدانو په اړه اسناد لري ، چې ټاکنيزو کمېسيونونو ته يې له ٥٠ څخه تر ١٠٠ زره ډالرو په ورکړه يې ولايتي شوراګانو ته لار موندلې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل:((که چېرته مو اسناد په ځانګړې محکمه کې ناسم وي، حاضر يو چې محاکمه شو، که نه له دې پرته بايد اختصاصي محکمه درغلګر محاکمه کړي او د نوماندانو اخيستل شوى حق ورکړل شي.))

يوه بل نوماند شفيق الله غوربندي وويل حکومت ژمنه کړې چې د ولايتي شوراګانو د غړو د لوړې مراسم به ځنډوي او که چېرته دغه کار ونه کړي؛ نو د دوى اعتراضونه به دوام ولري.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو د لوړې مراسم د لړم مياشتې په ١٤مه تر سره شي.

ددغې ادارې په خبره، د لوړې له مراسمو وروسته ولايتي شوراګانې د ټاکنو له لارې په ١٥ ورځو کې خپل اداري تشکيلات بشپړوي او هره شورا به خپل دوه غړي مشرانو جرګې ته ور وپېژني.

معترضينو د ټاکنيزو کمېسيونو نو ضد شعارونه داسې مهال ورکول چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رييس يوسف نورستاني پرتصوير يې چليپا کاږلې او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د رييس عبدالستار سعادت په خوله کې پيسې ليدل کېدې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس مشرانو جرګې ته د ټاکنيزو کمېسيونونو د چارواکو ور بلنه ددغې جرګې له صلاحيت اوچته ګڼي او وايي چې که په کابل کې هم واى، نو دغه تصميم ته يې غاړه نه اېښوده.

سعاد او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يو شمېر چارواکي اوسمهال په يوه رسمي سفر امريکا ته تللي دي.

مشرانو جرګې د لړم په ١١مه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي خپلې غونډې ته ور بللي وو څو په دې برخه کې د ولايتي شوراګانو د ناکامو او معترضو نوماندانو اندېښنو ته ځواب ووايي، کومې چې دوى په درغلۍ او سياسي چلند تورنوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.