چاريکار( پژواک ١١ لړم ٩٣): د پروان د ولايتي شورا د يوه معترض کانديد پلويانو له درېيو ورځو راهيسې د غوربند – باميانو لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د عصمت الله په نوم د ياد معترض کانديد کسانو، د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په فرنجر سيمه کې لاره تړلې او موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
دغه لار د پروان ولايت مرکز ، د دې ولايت له سرخ پارسا او شېخ علي ولسواليو له لارې له باميانو او بيا نورو شمالي ولايتونو سره نښلوي او هره ورځ ګڼ شمېر موټر پرې تګ راتګ کوي.
د عبداللطيف په نوم يو موټرچلوونکي، چې نن له سياه ګرد څخه د پروان مرکز چاريکارو ته راغلى، وايي چې د عصمت کسان وسلې لري او په فرنجر سيمه کې موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سياه ګرد په بازار کې سلګونه موټر د لارې د پرانيستې په تمه ولاړ دي او د لارې بندېدو مسافر له ستونزو سره مخ کړي دي.
د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال لطف الرحمن رشاد، وايي چې د يادې لارې د پرانيستې په مقصد سيمې ته پلاوى استول شوى، تر څو د عصمت الله د دې ناقانونه کړنې مخه ونيول شي.
دغه راز د هغه د څرګندونو له مخې، د پروان ولايتي چارواکو په دې اړه د کورنيو چارو وزارت ته هم خبر ورکړى او دا مهال ( له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې ) د يادې ستونزې د حل په موخه د ولايتي چارواکو غونډه روانه ده.
دى وايي،چې د خلکو پر مخ د لارې بندولو پر ځاى بايد عصمت الله خپلې غوښتنې د قانوني مراجعو له لارې مطرح کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له عصمت الله سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه تر سره او پايلې يې له شاوخوا ٧ مياشتې ځنډ وروسته اعلان شوې.
خو د عصمت الله په څېر يو شمېر معترض کانديدان دغه پايلې نه مني او دعوه کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.