Add new comment

Losers warn of hampering oath-taking

کابل(پژواک، ١٠ لړم ٩٣): د ولايتي شوراګانو معترض غړي ګواښ کوي چې د دوى د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به د ولايتي شوراګانو د نوو غړو د لوړې مراسمو مخنيوى وکړي.

د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د پراخه درغليو د څېړنې په موخه د حقيقت موندونکې ځانګړې محکمې رامنځته کول او د يادې محکمې تر تصميم نيولو پورې ددې ټاکنو د پايلو ځنډول ددې نوماندانو له غوښتنو څخه دي.

دوى همدارنګه د يوه پرېکړه ليک له خپرولو سره وايي چې د ځانګړې محکمې د نه جوړېدو په صورت کې به د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو ټاکنې په ټاکنيزو بنسټونو کې د اصلاحاتو تر راوړلو وروسته د ولسي جرګې له ټاکنو سره يو ځاى تر سره شي.

٣٠ معترضو نوماندانو دغه پرېکړه ليک نن په کابل ښار کې د لاريونونو له پاى ته رسېدو وروسته صادر کړ چې د دوى شاوخوا ٣٠٠ تنه پلويانو په کې ګډون کړى و.

په پرېکړه ليک کې راغلي:(( د هېواد په ولايتي شوراګانو کې بايد د خلکو رښتينې رايې تصميم نيوونکې وي، نه د معامله کوونکو.))

دغه معترضو نوماندانو همدارنګه غوښتنه کړې چې شته اسناد وڅېړل شي او له ثبوت وروسته "د ولسواکۍ خښوونکي او درغلګر چې له ملي پروسې سره يې خيانت کړى" محاکمه او مجازات شي.

دوى ګواښ کوي چې غوښتنو ته يې د نه پاملرنې په صورت کې به د هېواد په کچه لاريونونه وکړي او د پايلو مسووليت به يې د هېواد د دولتي چارواکو پر غاړه وي.

د زابل ولايتي شورا معترض نوماند او د ننني لاريون ګډونوال محمد داوود اساس په ټاکنو کې د پراخه درغليو د ادعا ترڅنګ وويل:((اسناد لرم چې د ولايتي شورا هر نوماند له ٣٠ زرو څخه تر ٤٠ زرو امريکايي ډالرو پورې رشورت په ورکړه کامياب شوي دي.))

د هغه په خبره ، که چېرته د ولايتي شوراګانو د پايلو د څېړنې په موخه ځانګړي محکمه جوړه نه شي، هېواد به د ناورين خواته ولاړ شي او دوى به د لاريونونو ترڅنګ د ولايتي شوراګانو د لوړو د مراسمو مخه هم ونيسي.

ټاکل شوې چې د ولايتي شوراګانو د لوړې مراسم د روانې اونۍ له چهار شنبې پيل او د دوو يا څلورو اونيو په ترڅ کې په ټولو ولايتونو کې تر سره شي.

د کابل ولايتي شورا معترض نوماند رفيع الله ګل افغان چې په لومړني لېست کې بريال خو په وروستي کې يې نوم د برياليو نوماندانو له لېست نه حذف شوى، له دغه معترضينو سره مل و او په دې اړه يې وويل:(( که چېرته د معترضونو نوماندانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، نو عمومي لويې لارې به وتړو او د ولايتي شوراګانو د نوو غړو د لوړې مراسم به ګډوډ کړو.))

نوموړي د ټاکنيزو کميسيونونو په ځانګړي ډول د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون غړي د پيسو په اخيستلو تورن کړل او زياته يې کړه:(( موږ ليکني، غږيز او انځوريز اسناد لرو چې د کميسيون غړو يو شمېر هغه کسان د پيسو په بدل کې کامياب کړي چې رايې نه درلودې.))

دا په داسې حال کې ده چې ټاکنيزو کميسيونونو د معترضو نوماندانو دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.

د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون شاوخوا ٢٦٠٠ کسانو سيالي وکړه چې له دې ډلې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنه د ټول هېواد په کچه ولايتي شوراګانو ته لاره پيدا کړه.

د ولسمشرۍ ټاکنې هم د پراخه درغليو د ادعا په سبب کړکېچنې شوې او بلاخره دواړو ټاکنيزو ډلو د ټولو رايو په تفتيش او د ملي يووالي حکومت پر جوړولو سره هوکړې ته ورسېدل چې له پايله کې يې محمد اشرف غني د ولسمشر اوعبدالله د اجرايي رييس په توګه اعلان شو.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې له نږدې اوه مياشتيني ځنډ وروسته اعلان شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.