Add new comment

د بلخ ولايتي شورا ناکامې کانديدانې کمېسيون پر درغلۍ تورنوي

مزارشريف (پژواک ٨ لړم ٩٣): د بلخ د ولايتي شورا پخوانۍ ښځينه وکيلانې وايي چې د ټاکنو د کمېسيون د درغلۍ او د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالي له امله يې ولايتي شورا ته لاره ونه مونده.

د بلخ ولايتي شورا ته له پخوانيو ښځينه وکيلانو (مېرمن محبوبه، مېرمن رحيمه، مېرمن بلقيس هادي، مېرمن شکېبا شکېب او مېرمن ربابه) څلورو يې بيا هم ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي وو چې يوې يې هم لاره نه ده موندلې.

له يادو پخوانيو وکيلانو مېرمن بلقيس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پخوانيو ښځينه وکيلانو د ناکامۍ ستر لامل د ټاکنو د کمېسيون درغلي ده.

نوموړې زياته کړه چې د ټاکنو کمېسيون د نه روڼتيا له امله د دوی رايې بېځايه شوې او هغو کسانو ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه چې زر او زور يې درلودل.

د هغې په وينا، له همدې امله ورته د ولايتي شورا په اړه د ټاکنو کمېسيون پايلې د منلو وړ نه دي.

بلقيس وويل، دوی په هڅه کې دي چې خپل حقوق ترلاسه کړي.

همداراز مېرمن ربابې چې د بلخ ولايتي شورا پخوانۍ وکيله ده پژواک ته وويل، ځکه يې بيا ولايتي شورا ته لاره پيدا نه شوه کړای چې پيسې يې نه درلودې.

نوموړې زياته کړه: ((ما داسې ګومان کاوه چې پنځه کاله مې خلکو ته خدمت کړی نو خلک به زما خدمت په نظر کې نيسي او بيا به رايه راکوي خو خلکو داسې ونه کړل، هغه چا ته يې رايه ورکړه چې پيسې يې ښې لګولې.))

هغې د ټاکنو پر کمېسيون کومه ځانګړې نيوکه ونه کړه، خو ويې ويل چې دا ځل ډېری وکيلان د پيسو په زور له خلکو رايې اخيستې دي.

مېرمن شکېبا شکېب هم له هغو کانديد شوو پخوانيو وکيلانو ده چې ولايتي شورا ته يې لاره ونه مونده. نوموړې پژواک ته وويل چې خلکو د خدمت پر ځای د پيسو په بدل کې رايه وکاروله.

نوموړې زياته کړه چې تېر څو کاله يې په پوره رښتينولی د بلخيانو خدمت وکړ، خو د ټاکنو پر مهال يې خلکو ورته ځکه رايه ورنه کړه چې د کمپاين پر مهال يې له بې ځايه لګښتونو ډډه وکړه.

مېرمن شکېب په ولايتي شورا کې د ښځو د يوې څوکۍ کمښت هم د دې لامل وباله چې د پخوانيو وکيلانو پر بيا راتګ دې منفي اغېز وکړي.

نوموړې د ټاکنو کمېسيون هم پړ وګاڼه چې په پوره روڼتيا يې چارې نه دې ترسره کړې.

خو مېرمن محبوبه چې په تېرو دوو دورو کې د بلخ د ولايتي شورا وکيله وه خو دا ځل يې ځان نه و کانديد کړی، پورته څرګندونې رد کړې.

نوموړې پژواک ته وويل، په دې کې شک نشته چې په ټاکنو کې زر او زور خپل اغېز لري خو په خلکو کې هم مثبت بدلون راغلی دی، خدمتګاران پېژني.

د هغې په وينا، که چېرې يوې وکيلې کار کړی وي نو خلک ورته پرته له دې چې د کمپاين پر مهال ډېر لګښتونه وکړي، د خدمت په بدل کې رايه ورکوي.

مېرمن محبوبې وويل: ((ما دوه ځلې ځان کانديد کړ او پرته له دې چې ډېر لګښتونه وکړم، خلکو راته رايه راکړه او بريالۍ يې کړم.))

نوموړې پر ټاکنو کمېسيون شوي تورونه هم رد کړ او زياته يې کړه چې تر ډېره د ټاکنو کمېسيون خپلې چارې ښې ترسره کړې.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عزت الله ارمان پژواک ته وويل چې په برياليو نوماندانو کې د پخواني ولايتۍ شورا يوې ښځينه وکيلې هم لاره نه ده پيدا کړې.

نوموړي زياته کړه چې په نوو ښځينه برياليو وکيلانو کې مېرمن ريحان سادات، مېرمن يلدا فرنګېس سوګند، مېرمن طاهره حقجو او مېرمن ډاکټر رحيمه رحيمي ترکې شاملې دي.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس ارمان که څه هم په دغه ولايت کې له شوو ټاکنو خوښي څرګنده کړه خو دا يې هم وويل چې پر ټاکنو کې سيمه ييزو زورواکو اغېز درلود او لاسوهنې په کې وشوې.

د هغه په وينا، له بلخ ولايت څخه ۱۲۹ کسانو ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي وو چې ۱۷په کې مېرمنې وې، چې له ټولو ۱۵ سړيو او څلورو ښځو ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه.

ا

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.