Add new comment

معترض کانديدان: که د کمېسيونونو چارواکي محاکمه نه شي، لاريونونه کوو

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٣): د ولايتي شوراګانو معترض نوماندانو ګواښ وکړ که هر څه ژر د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي محاکمه نه شي نو په ټول هېواد کې به پراخ لاريونونه وکړي او لويې لارې به هم بندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په ٣مه د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنو ولايتي شوراګانو ته لار ومونده.

د افغانستان له ٣٤ ولايتونو شاوخوا ٤٠ معترضو نوماندانو نن په کابل کې غونډه وکړه.

د يادو معترضو نوماندانو په استازيتوب د مشرانو جرګې دوهم مرستيال او د کابل ولايتي شورا ته نوماند رفيع الله ګل افغان وويل، اسناد لري چې په تېرو ټاکنو کې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو درغلي کړې ده او په درغلي يې يو شمېر کسان بريالي اعلان کړي دي.

هغه وويل: ((که هر څه ژر د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي د محاکمې مېز ته کش نه شي او حق حقدار ته ونه رسېږي، موږ به په ټول هېواد کې پراخ لاريونونه وکړو او هر هغه ستونزه چې له لاريونونو خلکو ته پيدا کېږي، مسووليت به يې د هغو دولتي چارواکو پر غاړه وي چې د کمېسيونونو چارواکي نه محاکمه کوي.))

د يادو معترضو نوماندانو له ډلې د فارياب ولايتي شورا ته نوماند فضل الحق محمدي وويل چې ټاکنيزو کمېسيونونو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته هم د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((ما ٨٦٤٨ راىې ترلاسه کړې دي، تر پرونه پورې زما نوم د برياليو نوماندانو په لېست کې و، نن زما نوم هم نشته، زه حيران يم چې دا څنګه کار دى ولې دوى د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنې کوي؟))

د يادو معترضو کانديدانو له ډلې د بغلان ولايتي شورا ته نوماند عبدالستار عفت هم وايي که چيرې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي محاکمه نه شي پراخ لاريونونه به پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((زه د کابل- بغلان لار تر هغه تړم تر څو ما ته زما حق راکړل شي.))

په ياده غونډه کې ځينو نورو معترضو نوماندانو ورته څرګندونې وکړې او يو پرېکړه ليک يې هم صادر کړ.

په پريکړه ليک کې راغلي چې د ولايتي شوراګانواستازي بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو د معاملو پر بنسټ نه، بلکې د افغانستان د خلکو د رايو پر اساس وټاکل شي.

په پرېکړه ليک کې معترضو کانديدانو غوښتنه کړې چې د افغانستان له قوانينو سره سم بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړې وڅېړل شي او هغه کسان بايد محاکمه شي چې د افغانستان د خلکو له ارادې سره يې لوبې کړې دي.

يادو کانديدانو ټينګار کړى تر هغه چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړې د يوې ځانګړې محکمې له لوري څېړل کېږي، د ولايتي شوراګانو اعلان شوې پايلې بايد وځنډول شي.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې: ((که چېرې د ولايتي شوراګانو د پايلو د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه نه جوړېږي نو د ولسي جرګې له ټاکنو سره دې يو ځاى يو ځل بيا د ولايتي شوراګانو ټاکنې هم ترسره شي.))

يادو کانديدانو ګواښ وکړ که چېرې د دوى مشروع غوښتنې ونه منل شي نو پر پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي، لويې لارې به وتړي او مسووليت به د هغو کسانو پر غاړه وي چې د دوى غوښتنو ته يې غوږ نه دى نيولى.

خو د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي بيا دا ډول تورونه ردوي او وايي چې دوی هر ډول حساب ورکولو ته حاضر دي.

که څه هم چې د دواړو کمېسيونونو چارواکي په ټاکنو کې ستونزې مني، خو وايي چې تر خپلې وسې يې د ټاکنو د روڼتيا لپاره هڅې کړې دي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې چې له دې ډلې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کسانو په کې سيالي وکړه.

ټاکل شوې وه چې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د شکايتونو له څېړنې وروسته د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو د کړکېچ او تخنيکي ستونزو له امله وځنډېدې.

د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې هم له اوږده ځنډ وروسته د وږي په ٣٠ مه اعلان شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.