Add new comment

د کاپيسا بريالي کانديدان : حق حقدار ته سپارل شوى

محمود راقي ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د کاپيسا ولايتي شورا ته بريالي کانديدان وايي ، چې د ټاکنو په پايلو کې ځنډ د پروسې پر روڼوالي هېڅ اغېزه نه ده کړې .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د لړم په درېيمه تر اوو مياشتو ځنډ وروسته اعلان کړې.

د کاپيسا ولايتي شورا ته بريالي غړي وايي، سره له دې چې دا پروسه ډېره وځنډېده او خلکوسره داسې اندېښنې وې چې ګواکې د پيسو يا د سياسي معاملو په اساس به ځينې کسان ولايتي شورا ته لار ومومي، خو داسې هېڅ ونه شول.

د کاپيسا د ولايتي شورا پخوانى رييس حسين سنجني چې اوس يو ځل بيا يې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا پايله د ولسمشرۍ د ټاکنو د ناندرو له امله ځنډلې وه.

خو هغه وايي چې دغه ځنډ ددې ولايت د ولايتي شورا پر پايله کومه اغېزه ونه کړه او هغه کسان بريالي اعلان شول، چې له خلکو يې په سمه توګه رايې اخيستې وې.

ده زياته کړه : (( يو شمېر هغه کسان چې منډې ترړې يې وهلې چې ګواکې له کومې بلې لارې به بريالی شي هغسې ونه شول او حق حقدار ته ورکړل شو.))

سنجني وايي چې دى د ټاکنو د کمېسيون په پرېکړو باوري دى او له کومې معاملې پرته يې پايلې اعلان کړې دي.

هغه داهم وويل چې ناکام کانديدان به يو شمېر شکايتونه لري، خو زياتوي چې له دې ولايت څخه لسګونه کسان کانديد شوي وو، داسې نه شي کېداى چې ټول دې بريالي اعلان شي.

د کاپيسا ولايتي شورا ته بريالى شوى بل کانديد محمدامان مبارز وايي چې دی هم د خلکو د رايو له لارې بريالی شوی او د ټاکنو په کمېسيون کې هېڅ کومه ستونزه نشته .

هغه وايي چې د پايلو د اعلان دومره ډېر ځنډ د هېواد سياسي وضعې سره تړاو لري او په کاپيسا کې خلکو ته هم روښانه ده هغه چا چې په خلکو کې ډېر محبوبيت درلوده هغوى رايې ګټلي او بريالي شوي دي.

خو ددې ولايت يو شمېر ناکام کانديدان بيا وايي چې پروسه رڼه نه وه او يو شمېر کسان د زور ، پيسو او واسطو له لارې بريالي اعلان شوي دي.

د احمدي کوهبندي په نامه يوه پاتې شوي کانديد پژواک ته وويل: (( د رايې اچولو پر مهال د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکو درغلۍ کړې دي ، خپلو ملګرو او دوستانو ته او يا هم چاچې پيسې ورکړي، هغوى ته يې ډېرې رايې شمېرلې دي. ))

هغه ادعا کوي، چې د ټاکنو د پروسې د ځنډېدو پر مهال معاملې شوې دي او يو شمېر کسانو د بډو او پيسو په بدل کې ځانونه بريالي کړي دي.

د شيدا په نامه يوه بل کانديد وايي، چې د ټاکنو په ورځ ستونزې ډېرې وې او له هماغه ورځې پوه شوى و، چې خبره بل ډول ده.

خو د بصيرې ساپۍ په نامه يوه ناکامه کانديده بيا خپله ماتې مني او زياتوي چې د ټاکنو پروسه په ښه توګه ترسره شوې او هغه وکيلان بريالي شوي چې له ولس څخه يې رايې اخيستې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.