Add new comment

د پروان له نوې ولايتي شورا تمې او نا هيلۍ

چاريکار( پژواک ٦ لړم ٩٣): د پروان ځينې اوسېدونکي وايي، ولايتي شورا ته برياليو ځينې کسانو د پيسو په کارولو رايې ګټلي او د شورا د غړيتوب وړتيا نه لري؛ خو ځينې نور د نوې شورا ښه کار ته سترګې پر لار دي.
خو د ولايتي شورا غړي ياد شوى تور ردوي او له خلکو سره د خدمت ژمنې کوي.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه تر سره شوې او وروستۍ پايلې يې تر اوږده ځنډ وروسته د لړم په درېيمه اعلان شوې.
غلام بهاوالدين جيلاني،عبدالمتين قدوسي،عبدالظاهرسالنګي،صالح محمد،خواجه ميرمحمدعظيم ،عصمت الله محمدي، مولوي مير حمدالله منيب، محمد مجيب شورش، محمد خليل فضلي، قاري عبدالرحمن احمدي، امين الله شکوري، شمس الحق شيخاني، ملکه مايل زاده، هوسی باياني، حسيبا عفت د پروان د ولايتي شورا بريالي غړي دي .
له دې کسانو څخه سالنګي، منيب، احمدي او باياني هغه کسان دي چې تر اوسه يې هم د پروان د ولايتي شورا غړيتوب درلود، خو پاتې نور يې د شورا نوي غړي دي.
خو د پروان د مرکز چاريکار اوسېدونکى محمديوسف صفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي شورا ته له برياليو کسانو ځينو يې د پيسو په زور د خلکو رايې تر لاسه کړې دي.
هغه په دې اړه د چا نوم نه اخلي، خو وايي چې دې کسانو ډېرې رايې هم تر لاسه کړي، خو خلکو ته د خدمت کولو وړتيا نه لري.
دغه راز د چاريکارو بل  اوسېدونکى محمدنعيم هم په دې اند دى، چې ولايتي شورا ته له برياليو کسانو ځينې يې پيسې لري، خو  د دې وړ نه دي چې د خدمت تمه دې ترې وشي.
دى هم په دې اړه د چا نوم نه يادوي.
خو د همدې ښار بل اوسېدونکى اېمل بيا د ولايتي شورا د نويو غړيو د کار د څرنګوالي په اړه قضاوت له وخت  څخه مخکې بولي.
هغه وايي: " موږ تمه لرو چې خدمت وکړي او تر څو چې يو څه وخت تېر نه شي ، نه شو ويلاى چې کار کولاى شي که نه ، وګورو چې دروازې د خلکو پر مخ تړي او که يې پرانيزي."   
د چاريکارو بل اوسېدونکى جمشېد بيا وايي، چې ولايتي شورا تر اوسه د پروان لپاره د پام وړ کار نه دى کړى ، خو تمه کوي، چې د دې شورا نوي غړي د پروان د خلکو لپاره د ښه چوپړ  مصدر شي.
  بريالي کانديدان خلکو ته د چوپړ ژمنې کوي
غلام بهاوالدين جيلاني،چې تر دوولسم ټولګي زده کړې لري او د شورا تر ټولو غړيو ډېرې ( ١٤٣٨٧ )  رايې لري، هغه تورونه ردوي، چې ګواکې د شورا ځينو غړيو چې ډېرې رايې لري، د پيسو له لارې رايې تر لاسه کړې دي.
د ده په وينا، د ټاکنيز کمپاين پر مهال يې له قانون سره سم تر  ٥٠٠ زره زياتې افغانۍ نه دي لګولي او خلکو پر ده د اعتماد له مخې رايه ورکړې ده.
هغه وايي، دا ډول څرګندونې  هغه کسان کوي، چې د قومي او نورو مسايلو په تړاو له ده سره مخالفت لري.
جيلاني، وويل چې خلکو ته د خدمت کولو لپاره ژمن دى او وړتيا يې هم لري.
عبدالمتين قدوسي، چې تر جيلاني وروسته ډېرې (  ٩٠٠٢)  رايې لري، هم وايي چې تر ٥٠٠ زره زياتې افغانۍ يې په ټاکنيز کمپاين کې نه دي لګولي او خلکو په خپله خوښه رايه ورکړې ده.
دى چې  تر دوولسم ټولګي  زده کړې کړي، وايي چې مخکې يې هم د شخړو او ټولنيزو ستونزو د حل په برخه کې کار کړى او ژمنه کوي چې د ولايتي شورا له لارې به هم خلکو ته خدمت وکړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.