Add new comment

"حکومت وحدت ملى تلاش داشت تا حلقات خود شان وارد شوراهاى ولايتى گردد"

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٣): د ټاکنو څارونکو بنسټونو، د ولايتي شوراګانو د پايلو د ځنډ لامل د ولسمشرۍ ټاکنې وبللې او وايي، چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې د ولسمشرۍ ټاکنو په پرتله روڼتيا پيکه وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې له شاوخوا اوو مياشتو ځنډ وروسته بالاخره د لړم په درېيمه اعلان کړې، چې پر بنسټ يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنو د ټول هېواد په کچه ولايتي شوراګانو ته لاره موندلې ده.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى، چې د هېواد په کچه شاوخوا ٧ ميليون تنو په کې ګډون درلود؛ تر سره شوې او په دغو ټاکنو کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون، ٢٦٠٠ تنو له يو بل سره سيالۍ وکړې.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د ټاکنو پايلې په خپل مهالوېش اعلان نه شوې او ډېر ځنډ په کې راغى، په پايله کې ټاکنيزو شکايتونو ته لاسرسى وشو او وروستۍ پايلې چې ټاکل شوې وه، دوه اونۍ وړاندې اعلان شي، وځنډېدې.
د دغه بنسټ مشر فهيم نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو د ځنډ لامل دا و، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو پايلې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته لېږلې وې.
هغه زياته کړه: " په ټوله کې، سږ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې د ولسمشرۍ ټاکنو په پرتله روڼتيا کمرنګه وه."
نعيمي زياته کړه، چې مشاهدين بې پلوه وو او په ځينو مواردو کې يې د څار وړتيا نه درلوده ، نو دا چې اوس وروستۍ پايلې اعلان شوې، د قانون له مخې د بدلون وړ نه دي، ځکه نور د شکايتونو او اعتراضونو لپاره زمينه نه ده برابره.
په ورته مهال د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) وايي، که څه هم د ولايتي شوراګانو پايلې له يوې اوږدې مودې وروسته اعلان شوې، خو بيا هم دغه بنسټ د ولايتي شوراګانو د پايلو د اعلان هرکلى کړى دى.
د دغه بنسټ مشر محمدنعيم ايوب زاده وويل، چې په دې اړه ډېرې ستونزې هم پرتې وې، چې تر ټولو ډېرې يې د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې وې، دا چې سل سلنه رايې وې او که نه؟ دا چې د نورو قناعت به يې تر لاسه کړى وي او که نه؟ د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد داسې شواهد او اسناد ولري، څو هغو کسانو ته چې پر وړاندې يې بې عدالتي شوې، ځواب ووايي.
نوموړي، د ولايتي شوراګانو د پايلو د ځنډ لامل د ولسمشرۍ ټاکنې وبللې او زياته يې کړه: " د ملي يووالي حکومت هڅه کوله، څو د دوى خپل کسان ولايتي شوراګانو ته لاره پيدا کړي."
د ټاکنو د څار سازمان (ايوا) هم د ولايتي شوراګانو ټاکنې رڼې نه بولي.
د دغه سازمان وياند پاينده حکمت وويل: " له شک پرته د ولايتي شوراګانو د ټاکنو څېړنې، د ټاکنو او شکايتونو کمېسيونونو له خوا لکه څومره چې اړينه وه، هغومره رڼې او په خپل ټاکلي وخت تر سره نه شوې ."
هغه زياته کړه، اساسي ستونزه د د واړو کمېسيونونو تر منځ رامنځته شوى ځنډ و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.