Add new comment

UN welcomes provincial council results

کابل(پژواک، ٤ لړم ٩٣): ملګرو ملتونو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شوراګانو د ټاکنيزو پايلو د اعلان هر کلى وکړ.

دغه پايلې له اوه مياشتيني انتظار وروسته تېره ورځ اعلان شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولايتي شوراګانو څوکيو ته ٤٥٨ تنو لار موندلې چې ٢٠ سلنه يې ښځې دي.

د ولايتي شورا ګانو ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى تر سره شوې. د ټاکنو کمېسيون د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې د غويي مياشتې په(٣٠مه) اعلان کړې او د نوماندانو د شکايتونو د څېړنې په موخه يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته واستولې.

د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د وروستيو پايلان اعلان د ولسمشريزو ټاکنو د ناندريزه کېدو په سبب څو مياشتې وځنډېدې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر( يوناما) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ولايتي شوراګانو د وروستيو پايلو په اعلان خوښي ښودلې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي :((ملګري ملتونه ددې پروسې ټولو ټاکل شوو غړو ته مبارکي وايي او د ولايتي شورا د پايلو د اعلان په اړه د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو ژمنه ستايي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.