Add new comment

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٣): د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې نن (شنبه) له غرمې وروسته اعلانېږي.
د ټاکنو کمېسيون يوې کمېشنرې، ليلا احراري پرون پژواک خبري ته اژانس ته ويلي وو چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د دغه کمېسيون کارونه بشپړ شوي او پايلې به يې د ټولو کمېشنرانو د پرېکړې له مخې د شنبې په ورځ اعلان شي.
د احراري په خبره، ځيني تخنيکي ستونزې د پايلو په اعلان کې د ځنډ لامل شوې؛ هغې دا ستونزې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا د رايو د باطلولو څرنګوالى او په اړه يې د ټاکنو کمېسيون ته د معلوماتو نه استول يادې کړې.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د تلې په ١٧مه وروستۍ پايلې د ټاکنو کمېسيون ته سپارلې دي.
احراري يادونه وکړه چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو يوه برخه کار پاتې دى چې د شنبې تر سهاره بشپړېږي او ټولې شمېرې سيستم ته داخلېږي.
خو احمد ويس برمک د ټاکنو کمېسيون بل کمېشنر پرون پژواک ته ويلي وو چې د تخنيکي ستونزو د حل ګډې کمېټې خپل کار بشپړ کړى دى.
د برمک په خبره، ډېر احتمال لري چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو شکايتونو ته د رسېدنې په پايله کې ابتدايي پايلې بدلون ومومي، خو څرګنده يې نه کړه چې دغه بدلون په کومه کچه کې دى.
د ولايتي شوراګانو ټاکنو د ولسمشرۍ له ټاکنو سره پر يو مهال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې.
په مياشتو، مياشتو د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو ځنډ د ټاکنيزو کمېسيونونو پر وړاندې د کانديدانو او خلکو غوسه راپارولې ده.
د دې تر څنګ ملي شورا هم د پايلو د ژر اعلان غوښتنه کړې ده.
د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې نږدې ٢٦٠٠ کانديدانو په خپلو کې سيالي وکړه چې د لومړنيو پايلو له مخې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ کسان وتوانېدل بريالي شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.