Add new comment

هوتکی: کار تطبیق فیصله های کمیسیون شکایات امروز آغاز میشود

کابل (پژواک ٢١ تله ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د پرېکړو د پلي کولو کار نن پيلوي.

د دغه کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى نن د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د پرېکړو د تر لاسه کولو وروسته خپل اعتراضونه دغه کمېسيون ته په درېيو کټګوريو کې لېږلي دي.

د شکايتونو کمېسيون، د ولايتي شوراګانو شکايتونو ته له لاسرسي وروسته خپله پرېکړه د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ١٨ مه) د ټاکنو کمېسيون ته لېږلې ده.

هوتکي وويل، چې د ټاکنو کمېسيون په ځينو مواردو کې اعتراضونه درلودل، چې د ټاکنو کمېسيون ته يې بيا لېږلي دي.

هغه زياته کړه: " البته په درېيو کټګوريو کې موږ اعتراضونه درلودل، په لومړۍ کټګورۍ کې د هغو محلونو او رايې ورکولو د مرکزونو باطلول و، چې بايد په اړه يې قانع کوونکي دليلونو شتون درلوداى . کله چې د ټاکنو کمېسيون ته ټاکنيزو شکايتونو ته دلاسرسي کمېسيون پرېکړه ورسېده، نو کومو دليلونو په کې شتون نه درلود."

د هوتکي په وينا، دوى د شکايتونو له کمېسيون څخه د رايو د باطلولو او د بيا شمېرنې په اړه وضاحت غوښتى، ترڅو ووايي چې په کوم حالت او څرنګه يې رايې بياشمېرلي او باطلې کړې دي.

د ټاکنو کمېسيون مرستيال وويل، چې په ټوليز ډول د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په ٢٠٥٦١ محلونو کې رايه ورکړل شوې، د رايې ورکولو ١٥٨٣ مرکزونه بيا شمېرل شوي، د ١٠٢٤ محلونو رايې بياڅېړل شوي او د ٥٨٨ محلونو رايې، چې ٢٠٠٥٣٣ رايې کېږي په ټول هېواد کې بې اعتباره ګڼل شوې دي.

د هوتکي د معلوماتو له مخې، د ٦٤ نورو محلونو رايې د کُد نومونې پر مهال د تېروتنې او يا هم نورو ستونزو له امله د شمېرنې له لړۍ ايستل شوې دي.

ورته مهال د ټاکنو کمېسيون مرسيتال وويل، چې دوى د ولايتي شوراګانو ټاکنو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نورې پرېکړې، چې د هغه په وينا، کومه ستونزه يې نه درلوده، سيستم ته داخلوي او دغه کار له نن څخه پيل کېږي او څو ورځې وخت به ونيسي.

هوتکي زياته کړه: " نن ټول هغه څه چې سيستم ته داخليږي، دغه شکايتونو ته د لاسرسي کمېسيون پرېکړې دي. د دوى پرېکړې بايد سيستم ته دننه کړو او له هغو څخه محترمو کانديدانو ته د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پرېکړې اعلان کړو، چې انشاءالله دغه پروسه به ډېر ژر بشپړه شي."

هوتکي وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته يې شاوخوا ٥٨٠ پرېکړې بېرته لېږلي، چې په ورته ډول هغه هم ترتيب کړي او موږ ته يې يوځل بيا ولېږي، څو په سيستم کې د پلي کولو لړۍ ډېر وخت ونه نيسي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د وري مياشتې په ١٦ مه تر سره شوې. د ټاکنو اوږدېدل د مدني ټولنو د فعالانو او نوماندانو له ډېرو نيوکو سره مخ وې.

د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې، د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کسانو له يو بل سره سيالي وکړه.

د ټاکنو کمېسيون، د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې د غويي مياشتې په ٣٠ مه نېټه اعلان کړې، چې له مخې يې د ٩٧ کسانو په ګډون ٤٥٨ کسان بريالي اعلان شول. د قانون له مخې، يادې پايلې د نوماندانو شکايتونو ته د لاسرسي په موخه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ولېږل شوې.

تر اوسه پورې په ډاګه نه ده، چې د ټاکنو کمېسيون به د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پايلې څه وخت اعلان کړي.

ټاکل شوې وه، د ولايتي شوراګانو پايلې شکايتونو ته د لاسرسي او څېړنې له لړۍ وروسته د روان کال غبرګولي مياشتې په ١٧ مه اعلان شي، خو دغه کار تر اوسه پورې نه دى شوى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.