مزار شريف ، جلال اباد ( پژواک، ٢٠ تله ٩٣ ) : سره له دې چې ولسمشر ديوه فرمان له مخې ټول چارواکي سرپرست ، مقررۍ او منفکۍ يې بندې کړي، خو په ننګرهار او بلخ ولايتونو کې دوه نوي رييسان ټاکل شوي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پخواني ولسمشر له خوا د ښځو چارو نوې رييسه د ازاد رقابت له مخې مقرر شوې.
هغه زياته کړه، چې د اختر او نورو رخصتيو له امله د نوې رييسې شهلا احدي د مقررۍ مراحل او مراسم وروسته ترسره شول.
شهلا احدي د بلخ د ولايتي شورا د رييس خور ده.
د بلخ د ښځو چارو پخوانۍ رييسې رابعه مرادي پژواک اژانس ته وويل چې دا په يوه رسمي ورکشاپ کې د ګډون لپاره کابل ته تللې ده.
هغې زياته کړه، چې پرون د ټېلېفون له لارې ورته خبر ورکړل شو، چې پر ځاى يې نوې رييسه راغلې ده.
بلخوا په ننګرهار ولايت کې هم د چاپيريال ساتنې لپاره نوى رييس ټاکل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي هم وويل چې دغه مقرري پخواني ولسمشر په وروستيو ورځو کې کړې وه.
دى هم وايي چې د چاپيريال ساتنې نوى رييس فضل الربي هميم د ازاد رقابت له لارې مقرر شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د نوموړي تقرر د اداري اصلاحاتو ادارې د وړانديز له مخې شوى و او د ولسمشر له خوا منظور شوی دى .
د ولايت مقام د بشري منابعو رياست وايي ، منظوري يې د ولسمشر له وروستي فرمان څخه مخکې ورکړل شوې ده او د مقررۍ مراحل يې پخوا پيل شوي و.