کابل (پژواک ١٧ تله ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي چې د ولايتي شوراګانو ټول شکايتونه يې څېړلي او نن به خپل وروستی تصميم د ټاکنو کمېسيون ته واستوي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى وروستی تصميم په حقيقت کې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې دي چې نن له غرمې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استول کېږي.
محسني په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل او ويې ويل چې جزئيات به يې نن په يوه خبري غونډه کې وړاندې کړي.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې چې د ٣٠٨ ښځو په ګډون په کې ٢٦٠٠ کسانو يو له بل سره سيالي وکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو د ستونزې له امله د دغو شکايتونو څېړنه ځنډېدلې وه.
د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان کار د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د ستونزو له امله ځنډېدلى و چې له شاوخوا يوې مياشتې ځنډ وروسته د زمري مياشتې په ٢٥مه له سره پيل شو.
د ټاکنو کمېسيون د غويي مياشتې په ٣٠مه د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې د ٩٧ کسانو په ګډون ٤٥٨ کسان بريالي شوي وو.
د ټاکنو قانون له مخې، لومړنۍ پايلې له اعلان وروسته د شکايتونو کمېسيون ته استول کېږي، څو په دې اړه د نوماندانو شکايتونه وڅېړي، په اړه يې پرېکړه وکړي او بيا وروستۍ پايلې د ټاکنو کمېسيون ته واستوي.
که چېرې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون پر تصميمونو کوم اعتراض ونه لري، نو دغه پايلې وروستۍ ګڼل کېږي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون به د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې څه وخت اعلان کړي.
له پرله پسې اړيکو وروسته هم د ټاکنو کمېسيون مسوولينو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
ټاکل شوې وه د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د ټاکنيزو شکايتونو له څېړنې او پلټنې وروسته د روان کال د غبرګولي مياشتې په ١٧مه اعلان شي، خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.