Add new comment

Balkh youth seek effective role in new govt

مزارشريف (پژواک ٦ تله ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې له راتلونکي منتخب ولسمشره په حکومت کې د ځوانانو پر ډېره ونډه ټينګار وکړ.

د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې د وږي په ۶مه د دغه ولايت د بېلابېلو مدني ټولنو فعالانو او ځوانانو له ولسمشر سره د خپلو غوښتونو د شريکولو په موخه غونډه وکړه.

د بلخ پوهنتون د محصلينو د ټولنې د نجونو د برخې مسوولې تمنا فقيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دې موخه سره غونډ شوي چې د بلخ د ځوانانو غوښتنې د هېواد راتلونکي منتخب ولسمشر ته ورسوي.

نوموړې زياته کړه چې تېر حکومت تر ډېره د ځوانانو غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، چې له راتلونکي ولسمشره يې هيله لري.

د هغې په وينا، عدالت، امنيت او تلپاتې سوله د هر افغان هيله ده چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې لري.

فقيري وويل چې د دې ټولو غوښتونو تر څنګ د افغانستان د سياسي او هر اړخيز پرمختګ لپاره د دغه هېواد سياسي ثبات تر ټولو مهمه مسئله ده چې راتلونکی ولسمشر بايد پام ورته وکړي.

د بلخ پوهنتون محصل احمد فواد اميري وويل چې د افغانستان د ټولنې ۶۰سلنه بشري قوه له ځوانانو جوړه ده، نو بايد راتلونکی ولسمشر ځوانانو ته په خپل حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې راتلونکي حکومت دې د سولې په موخه د دولت له مخالفينو سره پر داسې تګلاره کار وکړي څو هغوی د خبرو مېز ته مجبور شي.

د هغه په وينا، د سولې په برخه کې د تېر حکومت لاره بريالۍ نه شوه نو بايد راتلونکی حکومت په دې برخه کې جدي او نتيجه درلودونکې هڅې وکړي.

د مزارشريف ښار د مدنې ټولنې غړې مېرمن شهلا نوري وويل چې په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې قانون نه پلی کېږي، که کله هم حکومت د قانون پلي کېدو اصول عملي کړي نو د دې ډېرې ستونزې به حل شي.

نوموړې زياته کړه: ((ولسمشر صېب! وعده وکړئ، چې زه کله يوازې پر لاره روانه اوسم، نو د ځان او د خپل راتلونکي په اړه راسره هېڅ ډول وېره پيدا نه شي.))

د هغې په وينا، افغان ځوانان د کارموندنې د مجبوريت له امله ګاونډيو ملکونو ته ځي، چې له بېرته راتلو سره يې د وطن ته زيان اوړي.

مېرمن نوري وويل: ((ځوانان چې مو پاکستان ته لاړ شي نو انتحاري تر جوړ شي، ايران ته لاړ شي پوډري ترې جوړ شي او چې تاجکستان ته لاړ شي نو په اخلاقي فساد باندې ککړ شي.))

نوموړې زياته کړه چې ولسمشر بايد دغه ستونزې حل کړي او د ځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د يادې غونډې په پای کې له راتلونکي ولسمشره د ځوانانو د غوښتنو په اړه پرېکړه ليک وړاندې شو.

په پرېکړه ليک کې له منتخب ولسمشره غوښتل شوي وو چې د قانون ماتونې، د مجازاتو د بښنې، ناامني، بې ثباتۍ او د کورني تاوتريخوالي پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.