هرات ښار (پژواک ٥ تله ٩٣): د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي چې له امريکا سره به امنيتي سند د سې شنبې په ورځ لاسليک شي.
هغه دغه څرګندونې نن (د تلې ٥مه) په هرات ښار کې د امنيت په اړه يوه نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال کړې دي.
سپنتا وويل چې د دوشنبې په ورځ د نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني د لوړې تر مراسمو وروسته به د سې شنبې په ورځ له امريکا سره امنيتي سند لاسليک شي.
بلخوا ځيني نا تاييد شوي راپورونه وايي چې ياد سند به په کابل کې د امريکا د سفير او د افغانستان د نوي حکومت د يوه وزير له خوا لاسليک شي، خو تر اوسه رسمي سرچينو دا خبر نه دى تاييد کړى.