Add new comment

Nuristanis seek new govt’s attention

جلال اباد (پژواک ٢ تله ٩٣): د نورستان ولايت اوسېدونکي او چارواکي وايي چې نوى حکومت دې نورستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوى وايي چې تېرو ټولو حکومتونو د نورستان اوسېدونکو ته په هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او ياد ولايت د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې ولايت دى.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې نورستان يو له هغو ولايتونو دى چې ټوله سيمه يې غرونو نيولې او ډېرى اوسېدونکي يې پر مالدارۍ بوخت دي.

ده زياته کړه: ((دلته موږ پرته له مېږو، وزو او مالدارۍ نه بله کومه لار نه لرو، په کار ده چې د نورستان پر معدنونو کار وشي، تر څو د کار زمينه برابره شي.))

دى وايي چې د نورستان خلک تر ډېره نادار دي او اقتصادي وضعه يې خرابه ده، نو په کار ده چې په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې پيل شي تر څو خلک بوخت شي.

د کامدېش اوسېدونکي سلطان مير پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نوي ولسمشر او حکومته ډېرې هيلې لري او په کار ده چې د دوى هيلې که ټولې نه وي يو څه يې پوره کړي.

دى وايي چې د نورستان ګڼ ځوانان بېکاره دي، د زده کړو کچه يې ټيټه ده او هم په دغه ولايت کې د پوهنې بهير ټکنى دى چې نوى حکومت او ولسمشر بايد ورته پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه: ((اول خو بايد د کار زمينه برابره شي او له دې وروسته بايد دلته نور پرمختيايي چارې پيل شي، که دا ونه شي نو موږ به د پخوا په څېر بيا هم په تيارو کې ژوند کوو.))

د دغه ولايت د مرکز پارون ښار يو اوسېدونکى عبدالکريم وايي چې هر کال د ژمي پر مهال د دغه ولايت لارې د واورو له امله تړل کېږي او دوى بيا له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د لارو بندېدو له امله نه يواځې د خوراکي توکو او درملو کمښت رامنځته کېږي، بلکې بيې هم ډېرې لوړيږي.

کريم وايي چې د نورستان خلکو په سختو شرايطو کې د رايو مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه.

د نوموړي په وينا، اوس بايد مرکزي حکومت دغه ولايت ته ډېره پاملرنه وکړي او د ژمي تر را رسېدو مخکې دې ستونزو ته د هوارۍ لارې چارې وګوري.

د وايګل ولسوالۍ اوسېدونکى خيرالرحمان وايي چې په دۍ ولسوالۍ کې تر اوسه دولت يوه تيږه هم د بيارغونې په نوم نه ده اېښې.

نوموړى وايي چې په ياده ولسوالۍ کې شاوخوا دوه کاله نه طالبان وو او نه هم دولت، نو هر څه خراب شوي دي.

ده زياته کړه: ((که چېرې دولت راتلى نو د بيارغونې کارونه به يې کړي واى، خو هېڅ نه دي شوي.))

نوموړي پر نوي حکومت غږ وکړ چې په دې ولسوالۍ کې دې د بيارغونې کارونه وکړي، تر څو دولت د ولسونو حمايت ترلاسه کړي.

د پارون يوه بل اوسېدونکي مولوي خدايداد پژواک ته وويل چې په نورستان کې د بيارغونې کارونه ډېر کم شوي او په کار ده چې دولت يې په ولايت کې د بيارغونې کارونه ترسره کړي.

دى وايي چې دوى دا مهال سړک ته سخته اړتيا لري، مګر په نورستان کې يو متر قير سړک هم نشته.
ده زياته کړه: ((نور بيارغنيز کارونه نه دي شوي، هېڅ کار ته پام نه دى شوى.))

د مولوي خدايداد په وينا چې نوى مرکزي دولت بايد د نورستان سړک ته ډېره پاملرنه وکړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې نورستان د هېواد تر ټولو وروسته پاتى ولايت دى او تر اوسه نه کوم داسې روغتون لري چې ډېر عادي عمليات په کې ترسره شي.

دى وايي چې نورستان له ستونزو او مشکلاتو ډک ولايت دى او که چېرې نوى حکومت ورته پام ونه کړي، نو اوسېدونکي به يې لا له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

ده زياته کړه: ((دلته سړک نشته، روغتون نشته، د پوهنې بهير مو پر بد حال دى، امنيت بېخي ترينګلى دى.))

د والي په خبره چې دوى له نوي حکومته غواړي په ياد ولايت کې د بيارغونې پروژې پلې کړي، سيمه ييز پوليس فعال کړي او همدا راز د پوهنې برخې ته ځانګړې توجه وکړي.

نوموړي وويل: ((که چېرې د صحت برخې ته پام وشي، خلکو ته د کار زمينه برابره شي او دلته له ټولو ولسواليو سره لارې ونښلول شي نو مشکل حلېږي.))

د نورستان د ولايتي شورا پخوانى غړى امان الله عنايت الرحمان هم ورته خبره کوي او وايي چې له نوي حکومته ګڼې هيلې لري.

ده زياته کړه چې نوى حکومت بايد له نورستان سره د تېر حکومت په څېر د مور او مېرې سلوک ونه کړي، ځکه دوى نور د خپلو حقونو غوښتونکي دي.

عنايت الرحمان زياته کړه: ((نورستانيان به تر څو پورې په دغه غربت او فقر کې ژوند کوي، تر څو پورې به دوى يوازې د مېږې او وزې ګټې ته ناست وي.))

نوموړي وويل، نوى حکومت دې نور د ولاياتو درجو ته پام نه کوي او بايد ټولو ولايتونو ته په يوه سترګه وګوري.

ياده دې وي چې نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې ناامني په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې او اوسېدونکي يې په ډېر فقر او غربت کې ژوند کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.