کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د شکايتونو د څېړلو چارې نن وروستۍ کېږي او ډېر ژر به يې په اړه پرېکړه وکړي.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري په ١٦مه ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کانديدانو له يوه بل سره سيالي وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د غويي مياشتې په ٣٠مه د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ کسان بريالي اعلان شول.
ټاکل شوې وه د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې، شکايتونو ته له لاسرسي او څېړنو وروسته د روان کال د غبرګولي په ١٧مه اعلان شوې واى، خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.
د دغه کمېسيون منشي او وياند محمدنادر محسني نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه شوي شکايتونه څېړل شوي، خو د نورستان او ننګرهار ولايتونو لاهم پاتې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د يادو دوو ولايتونو د شکايتونو د څېړلو پروسه به نن وروستۍ شي او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه ژر خپله پرېکړه وکړي.
د محسني په وينا، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو د وروستۍ کولو لړۍ او په دې اړه د شکايتونو څېړل، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټاکنيزو کمېسيونونو د بوختيا له امله له ځنډ سره مخ شوې وه.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، له دې وړاندې د ولايتي شوراګانو د معترضو نوماندانو په غوښتنه د رايو د شکمنو صندوقونو بياشمېرل هم په وروستيو پايلو کې د ځنډ لامل بللى و.
تر دې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي وو چې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې به د ولسمشرۍ ټاکنو د اعلان له نېټې يوه يا دوې ورځې وروسته اعلان شي.
د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې له ډېرو ټاکنيزو جنجالونو وروسته تېره ورځ اعلان شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون، ډاکتر اشرف غني احمدزى د هېواد ولسمشر اعلان کړ.