Add new comment

قومي مشران: د ټاکنو پايلې دې ژر اعلان شي

 
اسعداباد (پژواک ١٦ وږى ٩٣): د کونړ ولايت ځينو قومي مشرانو او ديني علماوو د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې دې ژر اعلان کړي.
دې مشرانو د وږي په ١٦مه، په مرکز اسعداباد کې د غونډې پر مهال ګواښ وکړ، که د ټاکنو پايلې ژر اعلان نه شي، خپلو مدني حرکتونه ته به دوام ورکړي.
پخواني جهادي قوماندان حاجي محمد روزي د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او دولت دې په يوه او بله بهانه د ټاکنو پايلې نه ځنډوي.
ده وويل: ((موږ سوله او امن  غواړو، کونړ د هېواد په کچه هر ځل د انقلابي خوځښتونو کوربه پاتې شوى؛ نو خلک دې موږ  نه مجبوروي چې خپلې تورې او ټوپکې بيا را واخلو.))
يوه بل قومي مشر ملا خان يار هم ټينګار وکړ، چې د ولسونو رايې پاکې دي او دوى به له خپلو پاکو رايو دفاع وکړي.
ده وويل: ((موږ خپلې رايې د سر په بدله استعمال کړي او هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې زموږ په رايو سوداګري وکړي.))
په کونړ ولايت کې د ډاکتر اشراف غني احمدزي د ټاکنيز دفتر مشر ډاکټر جمال هم وويل، چې د ټاکنو کمېسيون دې ژر تر ژره د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
تر دې مخکې د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو هم غوښتي وو، چې د ټاکنو پايلې دې ژر اعلان شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.